نظــر

د سولې ضد عناصر

ډاکټر محمود خالد

هره جګړه د بد امني لپاره نه وي، ځينې جګړې د دې لپاره وي، چې هغه څوک پرې قرار شي، کوم چې د خبرو له لارې حل ته غاړه نه ږدي، د ط-البانو د واکمنۍ په مهال چې کومه لږه جګړه روانه وه، هغه د هغه چا په ضد وه، چې د هيواد آرامي یې نه غوښتله او دې ته ضرورت وو، چې بايد د‌ جګړې له لارې قرار شي.

په ټوله کې هغه نظام او حکومتولي د ولس په خوښه او د ولس انتخاب وه، د امن په اړه خو یې هېڅوک خبره نه شي کولای، ځکه مخالفين یې هم په دې اقرار کوي، چې هغه وخت امن دومره زیات و، چې په ټوله نړۍ کې یې نمونه نه وه، ما له يو حکومتي غړي واورېدل، چې ويل یې: داسې امن و، که دې ماښام په لاره يو موټر افغانۍ ايښې وای، تر سهاره به چا کار نه و پرې لرلی. او د سولې مقصد همدا امن او آرامي ده. کومه چې هغه وخت وه.

امريکا چې هغه حکومت ړنګ کړ او په هيواد کې یې قسم قسم وحشتونه پيل کړل، ښکاره ده چې امن یې ګډ وډ او آرامي یې وګواښله، نو کوم چا چې یې ملګرتيا وکړه هغوی هغه وخت لا د سولې او آرامۍ ضد و، ځکه چې هغه وخت د امريکا ملګرتیا په همدې معنی وه، يعني د‌ کابل ادارې چارواکي هغه وخت لا د سولې ضد وو، که یې ضد نه وای د يو جوړ حکومت په خلاف به یې د پرديو ملګرتيا نه کوله. اوس چې د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي، همهغو شل کلنو غلامانو په عمل کې وښودله، چې سوله نه غواړي.

ځکه په دې حساس وخت کې د دوی څرګندونې، کړنې او هرڅه پاروونکې او د سولې خلاف دي، حتی لومړی مرستیال په ډاګه نعرې وهي، چې بايد تبليغاتي جګړه پراخه کړو. او ثابته ده چې دروغجنه تبليغاتي جګړه تر بل هرڅه زيات مقابل لوری پاروي. له دې ور هاخوا دوی په ښکاره ډول د خپلې تبليغاتي جګړې لپاره عوام قربان کړل، محصلين یې شهیدان کړل، په تعليمي ادارو یې بريدونه وکړل او نور قسم قسم وحشتونه یې ترسره کړل، چې دا هرڅه د دې سبب ګرځي چې د سولې پيل شوې خبرې ګډې وډې او منفي کړي.

ستر سوله ضد کردار او ګفتار یې لا دادی، چې د‌ سولې په روانو خبرو کې له هر پرمختګ او موافقې سره مخالفت ښيي، که څه هم هغه د دوی خپل ټیم تائيد کړی وي.‌ له دې څخه ډېره ښه معلومېدی شي، چې دوی د سولې لپاره ښه نيت نه لري او د جګړې دوام غواړي، دوی غواړي د واک غځولو لپاره په لکونو نور افغانان هم قرباني کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

وروره اصلی بی امنی طالبانودانګریزانوترپلان لاندی د(I S I)په هدایت راوړه، دقرآنکریم دکم حکم مطابق اسامه حق درلودۍ چه دامریکاورلډ ټریډ سنټریی ونړاوه او۳۰۰۰–انسانان یی کی مړه کړل په هغوکښی مسلمانان هم ول،الله په قرآنکریم کی فرمایی:څوک چه ستاسوپه دین کی مداخلت نکوی اوتاسی دکورونه باسی په انصاف ژوند ورسره کوۍ ،ولاړسه دامریکا په ټولو ښاروکی مسلمانان پرسړکانو اسلامی هدایات دکتابچوپه ذریعه تقسیموی مسجدونه تردی ځایولوی دی.په طالبانوکی نه سیاسی شعورسته اونه قرآنی علم دوی I S Iپرقدرت راوستل دانګریزانوپه هدایت چه انګریزانوخپله دامریکاسره پرآیرلنډجداکیدوجنجال درلود ،دوی ته هدایت سوۍ ووچه افغانی پوهان ملک ته مه پریږدۍ -ولی چه هغوی… نور لوستل »

غوربندي

عبدالواحد خانه

تاسو څه ثبوت لری چې 3000 انسانان اسامه یا القاعدې ووژل.

تاسو د خپل عقل او تحلیل په مټ استدلال وکړی نه د هغو مدعاوو په بنسټ چې حقیقت یې نا څرګند او شکمن دی.

pattang

دومره دون همته ، غله ، بی شرمه،بی غیرته ، تنبل ، چلبازه ، بیکاره ، کورمغزه ، ناموس خرڅونکي انسانان د بشریت په تاریخ کې ندي تیر شوي لکه د سولې مخافین په افغانستان کې ! ددوی لپاره د پيسو د پيداکولو لاره همدغه افغان وژنه ده . دې احمقانو خبرې او پردي لغاتونه ، اصتلاحات زدکړي خو په مانا یې هیڅ نه پوهیږي او يو ځې نور انسانان پرې تیر باسي‌ .
دا جاهله مافیا به ټوله هرو مرو یوې اسلامي محکمې ته معرفي شي !
کور د ودان محمود صیب حقیقت د لیکلی دی .

غوربندي

د سولې ضد عناصرو مثال د اور د بڅرکیو دی،،

که چېرته اور مړ اما بڅرکي یې نادیده ونیول شي نو د اور بڅرکي په غافلګیرانه ډول د اور د بیا ژبغړاند کېدو سبب ګرزي.

د اور بڅرکي ذاتا مضر وي او که نابود نه شي د اور د بیا بلېدو خطر هر وخت متوقع دی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x