افغانستانسولې اړوند خبرونه

افغان سولې ته د نړیوال ملاتړ جلبولو په موخه زلمي خلیلزاد سیمې ته سفر پیل کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ له خبرونو سره هم مهاله د  افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمی خلیلزاد» سیمې ته سفر پیل کړی.

زلمي خلیلزاد په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې دی به لومړی په انقره کې له افغان سولې د ترکیې د ملاتړ په تړاو له ترکي چارواکو سره وګوري او تر هغه وروسته به دوحې ته ولاړ شي تر څو د «اوربند» او «سیاسي جوړجاړي» په لوري هڅې چټکې شي «له هغه ځای نه به د دوحې په لور روان شم چې وګورو له اړخونو سره، د اصولو او کړنلارو په سر د هغو د وروستي پرمختګ پر بنسټ، څنګه کولې شو چې مرسته وکړو تر څو د یوې سیاسې نقشې او تلپاتي او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.»

د خلیلزاد له قوله، نوموړی به په سیمه کې خپل سفر ته دوام ورکړي تر څو د افغان سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ جلب کړي.

سیمې ته د زلمي خلیلزاد سفر داسې مهال دی، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونو تر منځ له اوږدې مودې وروسته د مذاکراتو په طرزالعمل توافق شوی او د اجنډا لپاره د موضوعاتو د ټاکلو په موخه یې ګډه کاري کمېټه ټاکلې ده.

په مذاکراتو کې یاد پرمختګ د مذاکراتو د ښکېلو اړخونو تر څنګ د بېلابېلو هیوادونو او سیاسي جهتونو له لوري ستایل شوی او دواړه لوري یې هڅولي تر څو مذاکراتي بهیر ته ژمن پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لږ څه نا څه خبرو کی پیشرفت راغلی # ور روان دی اوس به بیا هر څه # کړی.
مونږه پښتنو ته داسی کلمی لکه # تر # او ځینی نوری عام ګرځیدلی دی حتی زمونږه ملایان په منبر کی ولاړ وی داسی څه وایی چی ولس ته اوس عادی کلمات ښکاری. دا # خو په ورځ کی دوسوه وارې یادیږی کومه خبره نده. امید چی تا پاڼه هم زما تبصره چی حقیقت بیانوی ټکی په ټکی کی نشر کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x