افغانستان

پکتیا کې د ملي امنیت په کاروان موټربم چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، نن ماښام د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د موټربم چاودنې له امله د ۱۲ عسکرو په ګډون ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي، دا چاودنه د ګردیز ښار لومړۍ حوزه کې د خوست ـ ګردیز پر لویه لاره د ملي امنیت پر موټریز کاروان ترسره شوی.

نوموړی زیاتوي، په دغې چاودنه کې د ملي امنیت ۳ عسکر وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.

په ورته مهال د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر لطف الله کامران رسنیو ته څرګنده کړې، چې دا چاودنه د موټربم په واسطه رامنځ ته شوې ده.

له بل پلوه د پکتیا د ولایتي روغتون مسئولین وايي، د چاودنې له ځایه ورته ۱۰ تنه ټپيان ورلیږدول شوي، چې په هغوی کې یو تن پولیس دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا به د کوم ن@ کار وی پدی وخت کی چی د سولی خبری په دوحه روانی ندی داسی نامردانه ## پکار نده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x