نړۍ

عراق کې وژل شوی ايرانی ډګروال خاورو ته وسپارل شو

نن ټکی اسيا: عراق کې دنوري المالکي په دفاع کې د اسلامي دولت ځواکونو پر ضد جنګيدونکی ايرانی ډګروال کمال شيرخاني له وژل کېدو وروسته ايران کې خاورو ته وسپارل شو.

په وروستيو دوو اونيو کې دا درېيم ايرانی جګپوړی پوځي افسر دی، چې داسلامي دولت د ځواکونو لخوا وژل کيږي.

له دې مخکې يو پوځي کپتان علي رضا مشجري او يو پيلوټ شناعت علمداري هم د اسلامي دولت د ځواکونو لخوا وژل شوي وو.

ايراني رسنۍ وايي، چې وژل شوی کرنل شيرخاني سامراء سيمه کې د اهل تشييع د سپيڅلو زارتونو څخه د دفاع قومندان و، چې د اسلامي دولت د ځواکونو په توغنديز بريد کې و وژل شو.

ويل کيږي، چې کرنل شېرخاني له وژل کېدو وروسته ايران کې خپل پلرني ټاټوي لوسان ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د ايراني رسنيو له قوله، کرنل شېرخاني د ايران د ځانګړو قواوو تکړه افسر و او د اهل بيتو په دفاع کې “شهيد” شو.

د يادونې وړ ده، چې ايران څو ځل په خپلو څرګندونو کې ټينګار کړی، چې ايراني پوځيان د عراق جګړه ييزو عملياتو کې برخه نه اخلي، مګر د ايراني لوړپوړو پوځي چارواکو وژل کېدل د ايراني حکومت رښتونې څېره راڅرګنده کړه.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulwali

الله دي مسلمانانو ته داسي إيماني جذبه وركري چي دا تول كفر هلاك شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x