افغانستان

طالبان: دولتي عسکرو تیره یوه اونۍ کې ۶۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د کابل حکومت عسکرو په تیرې یوې اونۍ کې پر ملکي اهدافو ۲۶ بریدونو کولو سره ۶۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبــــیــح الله مـــجــــاهــد لخوا رسنیو ته استول شوې، د هېواد په ۲۴ ولایاتو کې په «قصدي» ډول پر ملکي اهدافو د ۲۶ هوايي او ځمکنيو بریدونو په کولو سره د کابل حکومت عسکر تورن شوي دي.

په خبرپاڼه کې د هغو ولایاتو نومونه او د ملکي تلفاتو تفصیل هم ذکر شوی، کوم چې د دولتي عسکرو په بریدونو کې په نښه شوي: «دغه بریدونه په کونړ، لوګر، خوست، بلخ، غزني، تخار، پکتیا، کندهار، لغمان، میدان ورګو، پروان، دایکندي، کندز، بادغیس، ننګرهار، هرات، بدخشان، بغلان، ارزګان، جوزجان، پکتیکا، فاریاب، فراه او سرپل ولایتونو کې شوي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي، ۳۷ تنه نور ټپيان شوي دي.»

ددې ترڅنګ طالبانو د یو جومات، یوې مدرسې او ۲ روغتیايي مرکزونو په ګډون د ۳۸ بابه ملکي کورونو په ویجاړولو سربیره د پوځي عملیاتو په پلمه د ۲۰۰۰ کورنیو په بې ځایه کولو دولتي عسکر پړ بللي دي.

د خبرپاڼې په پای کې طالبانو په نړیوالو بشري او حقوقي ټولنو او بنسټونو غږ کړی، چې د کابل حکومت لخوا دغه «بشري» جنایات وغندي او د مخنیوي په لاره کې یې خپل مسئولیت اداء کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x