ورزش

پیسې خبرې کوي، حبیب وایي که «۱۰۰» ملیونه ډالر ورکړل شي له استعفا راګرځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د نړۍ نامتو مشهور د مارشل آرټ د سپک وزن لرونکي سیالیو مسلمان مبارز داغستاني حبیب نورمحمدوف یو وار بیا خپلې دندې ته د راستنېدو اشاره ورکړې ده.

داغستاني حبیب چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې یې امریکایي سیال ته له ماتې ورکولو وروسته استعفا وکړه، غواړي د سترو پيسو په بدل کې یو وار بیا میدان ته ښکته شي.

۳۲ کلن «شاهین» په یوه ټکان ورکوونکي ډول د خپل بریالي کیریئر څخه وروسته د تقاعد اعلان وکړ، او لامل یې د کرونا له کبله د خپل پلار مړینه او د مور سره د کړې ژمنې سره سم چې نور به سیالۍ پریږدي ښودلی دی.

خو نږدې له ۲ میاشتو تیرېدو وروسته هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې که ۱۰۰ ملیونه ډالر ورکړل شي سیالیو ته راګرځي، په دې اړه حبیب نورمحمدوف وویل: «پیسې خبرې کوي».

د رزمي سیالیو فدراسیون مشر ډانا وایټ ویلي، که چیرې نورمحمدوف غواړي د پيسو په بدل کې سیالیو ته راستون شي نو دا به یو عادي رقم نه وي.

حبیب وایي، «که ما وویل چې نور لوبې نه کوم زه په خپله خبره ودریږم، مګر که چیرې د فدراسیون مشر ماته لوی مقدار پیسې راکوي، زه به پر خپله پریکړه له سره غور وکړم، د بیلګې په ډول که هغه ماته د ۱۰۰ ملیونه ډالرو وړاندیز وکړي نو دا به ستونزمنه وي چې زه دغه وړاندیز رد کړم او په اړه یې فکر وکړم».

څنګه چې شیان لا هم روښانه نه دي، مګر رسنۍ داسې راپور ورکوي که چیرې حبیب سیالیو ته راوګرځي د هغه سیالان به یا ایرلینډی کونور مک ګریګر او یا هم امریکایي ډستن پویریر وي، په دې اړه حبیب نورمحمدوف وایي، «ماته سیالان اړین نه دي، دوی ما پخوا په اسانه مات کړي دي».

د یادونې وړ ده چې د روسیې ایالت داغستاني اتل حبیب نورمحمدوف تر دې دمه ۲۹ واره میدان ته ښکته شوي خو په هیڅ سیالۍ کې یې ماتې نه ده منلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x