روغتیا

ایران کې د کرونا پېښې له یو ملیون پورته او امریکا کې نږدې ۱۴ ملیونه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د رسمي شمېرو له مخې ایران کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له یو ملیون پورته شوی، په داسې حال کې چې دولت غواړي په بېلا بېلو سیمو کې د ویروس خپرېدل کنترول کړي.

په ایران کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۳۹۲۲ مثبتې پېښې ثبت، او ۴۹۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې چې په امریکا کې په یوه ورځ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ څخه له ۲ زرو زیات کسان مړه شوي دي، دغه هېواد کې د ټولو مړو شمېر ۲۷۳ زره او ۸۴۷ ته پورته شوی دی.

د امریکا هېواد مخکښ څیړونکي ډاکټر فاوچي دغه هېواد کې د واکسین د پېل سربېره راتلونکې میاشتې وژونکي بللي، نوموړي د سلګونه زره نورو کسانو د مړینې خبرداری ورکړی دی.

د امریکا نوي ټاکلي ولسمشر جوبایډن ویلي، امریکا کې به په ۲۰۲۱م کال کې له ۲۵۰ زرو زیات نور کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا په داسې حال کې چې روانه میاشت دغه هېواد کې د کرونا ضد واکسین کارول پېل کیږي.

د ایران ټول نفوس ۸۰ ملیونو ته رسیږي، رسمي ارقام ښيي په نومبر میاشت کې په اوسط ډول هره ورځ ۴۰۰ کسان مړه شوي دي. د فبروري میاشتې له پېله چې دغه هېواد کې یاد ویروس خپور شوی تر دې دمه ۴۹ زره او ۳۴۸ کسان مړه شوي دي. خو بل لور ته ځینې چارواکي وایي دغه شمیرې له واقعیته خورا ټيټې دي.

ایران چې له ۲۰۱۸م کال راهیسې د امریکا له بندیزونو سره مخ دی، د اقتصادي ستونزو د ډيرېدو له ویرې ونه توانېد د کرونا وژونکې ناروغۍ پر وړاندې په هېواد کې بشپړ ګرځبندیز اعلان کړي.

خو د دوهمې چپې د پراخه خپریدو سره ایران اړ شوی د نومبر له ۲۱مې نیټې راهیسې غیر ضروري سوداګریز سټورونه د دوه اونیو لپاره وتړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، دا بندیزونه یې د دریمې څپې د مخنیوي په خاطر کړي.

دا پریکړې د ایران په سترو ښارونو کې شوي چې تهران یې په سر او د نورو لویو ښارونو په ۳۰ مرکزونو کې پلي شوي دي.

لکه څرنګه چې په نوره نړۍ کې د کرونا ضد واکسین ته په بې صبرۍ انتظار کیږي ایران هم په پسرلي کې د خپل اعلان شوي واکسین د شتون لپاره سترګې په لار دی.

باید وویل شي چې اوسمهال په نړۍ کې د کرونا وبا مثبتې پېښې له ۶۴ ملیونو پورته شوي دي، په داسې حال کې چې د مړو شمېر یو نیم ملیون ته او له یادې ناروغۍ څخه د جوړ شوو شمېر له ۴۱ ملیونو پورته دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x