
د ICC د لسیزې په ۱۱ کسیزې لوبډلې نوماندانو کې ۳ افغان لوبغاړي هم شامل دي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړیوالې شورا د تیرې لسیزې (۲۰۱۰-۲۰۲۰م) د یو ورځنیو لوبو د غوره ۱۱ کسیزې لوبډلې د انتخابولو لپاره د لوبغاړو د نوماندانو په حیث اعلان کړی چې ۳ افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.
د آی سي سي ICC لخوا په «۵۰» اعلان شوي افغان لوبغاړو کې محمد نبي، راشد خان او دولت ځدران شامل دي.
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د لوبغاړو په ۵۰ کسیز لیست کې د پاکستان لوبډلې لخوا د مصباح الحق او سعید اجمل په ګډون ۳ لوبغاړي شامل دي، په داسې حال کې چې تر ټولو زیات ۸-۸ لوبغاړي د هندوستان او سویلي افریقا لوبډلې دي.
د یادو ۵۰ کسیزو لوبغاړو له ډلې څخه به د کرکټ مینوال وتوانیږي د خپلې خوښې لوبډله انتخاب کړي، چې په پای کې به آی سي سي ۲۰ سلنه د مینوالو په انتخاب او ۸۰ سلنه د کرکټ پوهانو په انتخاب د لسیزې غوره یو ورځنیو لوبو ۱۱ کسیزه لوبډله وټاکي.
With 8️⃣0️⃣ players to pick from, who will make YOUR @Dream11 ICC ODI Teams of the Decade?
Pick your team now 👕
Men's 👉 https://t.co/hBX1Rs9YKl
Women's 👉 https://t.co/rvj4KDwuvM pic.twitter.com/oJGMvqfqtU— ICC (@ICC) December 3, 2020