افغانستان

د پخلاینې عالي شورا لومړۍ ناسته سبا جوړېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پخلاینې عالي شورا غړي وايي، ددې شورا لومړنۍ ناسته سبا ورځ «شنبه» په ولسمشرۍ ماڼۍ کې رابلل کېږي.

د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» په یوه لنډ ټويټ کې لیکلي «تمه ده د مصالحې عالي شورا پرانستونکې ناسته سبا په ارګ کې راوبلل شي.»

مصالحې عالي شورا چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د واک د توافق په پایله کې د عبدالله په برخه رسېدلې، له څو میاشتو راپدېخوا یې د جوړېدو چارې د ارګ له لوري ځنډېدلې وې.

څو ورځې وړاندې په کابل کې د اروپایي اتحادیې یو شمېر غړو هیوادونو او امریکا په بېلو اعلامیو کې په ارګ فشار راووړ، تر څو د مصالحې عالي شورا په سمدستي ډول جوړه او فعاله کړي.

په تېره اوونۍ کې اشرف غني له عبدلله عبدالله، کرزي او سیاف سره په ارګ کې ولیدل او د مصالحې عالي شورا د جوړېدو او د پرانستونکې ناستې د رابلل کېدو د څرنګوالي په تړاو یې ورسره خبرې کړې وې.

که څه هم تر دې دمه د مصالحې شورا د رهبرۍ کمېټې د غړو نومونه نه دي په ډاګه شوي؛ خو د یادې شورا غړي وايي، له ۴۰-۴۵ پورې سیاسي مشران او متنفذین به په یاده شورا کې ګډون ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

نومانو ته ضرورت نسته. بیا یو څو غله، لوټماران، غاصبین، زور واکان، لوطیان، شرابیان، زانیان، څو رقاصی، سګوانان، کرک بازان، خماربازان، رشوت خواره،…….. او نورمفسدالرض….. ریس به هم بیسوادو لوطی شال وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x