افغانستان

کابل ښار کې د «آزادو سیالو» یو ملي لوبغاړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د آزادو سیالیو ملي لوبغاړی نادر مهمند تیره ورځ په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د دغه وژل شوي لوبغاړي پلار محمداجان مهمند ددې خبر په تایید سره غوښتنه کړې چې د زوی قضیه یې باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

دا پېښه پرون د پنجشنبې په ورځ(۱۳ لیندۍ) ماسپښین ۳ نیمې بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو کسانو د آزادو سیالیو ملي لوبغاړي نادر مهمند کور کې پر هغه برید وکړ.

د نوموړي ګاونډیان وايي، د نارو او کریږو په اورېدو سره چې کله د هغه کور ته ورځي، نو بریدګر تښتېدلي وو او د نادر «مهمند» په وینو لړلی جسد هلته پروت ؤ، چې د چړو ګوزارونه پرهرونه ورباندې موجود وو.

د کابل ښار امنیه قومنداني هم پېښه تاییدوي او شک څرګندوي چې ښايي د «غچ» اخیستو له کبله دغه پېښه رامنځ ته شوې وي، دوی د پېښې په اړه د څېړنو پیلولو خبر ورکړی دی.

د «مهمند» د کورنۍ غړي وايي، ټاکل شوې وه چې په نږدې راتلونکي وخت کې هغه له خپل یو پاکستاني سیال سره ولوبیږي او د همدې لپاره یې لازم چمتووالی هم نیولی ؤ؛ خو تر سیالۍ دمخه په داسې شکل ووژل شو.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل ښار کې د آزادو سیالیو لوبغاړي په نښه کیږي، تردې مخکې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې د آزادو سیالیو ملي اتل احمدولي هوتک باندې هم ناپېژاندو کسانو د چړو په واسطه برید کړی ؤ او هغه یې سخت ټپي کړي ؤ، چې له اوږدې درملنې وروسته بیرته د سیالیو ډګر ته ستون شو.

د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو ویشلو نه وروسته په کابل ښار کې هدفي او مرموزې وژنې او مسلحې غلاوې زیاتې شوي، چې له امله یې کابل ښاریان سخت ترهیدلي دي.

باید وویل شي چې ولسي جرګه په کابل ښار کې د مرموزو وژنو او مسلحو غلاوو عامل د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر په نوم ګوند بولي، چې د وکیلانو په خبره د یاد ګوند غړي د پردیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x