نړۍ

لاهور: نامالومووسلوالو یوامریکایی قراردادي وتښتاوه

(نن ټکي اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۳) لاهور: نن دشپي ناوخته دلاهورښار ماډل ټآون کي شبږکسه نامالوم وسلوال دیوامریکایی قراردادي چي دهیواد  شمال لورته  په قبایلي سیمه کي کومه پروژه باندي کارکاوو دنامالومو وسلوالو له لوري وتښتول شو. امنیتی چارواکي وایی نن دشپي ددرو بجو به شااوخوا کله چي دتیښول شوی امریکایی(J.E warner) ساتونکو ډوډي خوړلی شپږکسه وسلوال دنوموړي کور ته ورغلی وو، دوه مخامخ له دروازی څخه ورغلی وو اونورپاتي دکوردشاله خواڅخه وراوښتی دي ، دوه کسه چي مخامخ له دروازی څخه ورغلي د وارنر ساتونکي یی یرغمال کړي وو،ترڅو نور وسلوال خپل کار په بیغمي سره ترسره کړی. پاکستاني چارواکی وایی وارنر له تیرو شپږو کلونو څخه په پاکستان کي اوسیدي، خو نوموړی به اکثره په اسلام اباد کي پاته کیدای اوکله کله به لاهورته راتي. دتښتول شوی امریکایی دتښتووني پړه تراوسه چاپه غاړه نه ده اخیستي، چارواکي وایی کیدای شي دپیسو په مقابل کي تښتول شوی وي، خودپیسو په مقابل کي تښتوونکي خلګ اکثره پاکستانی اطباع تښتوي، دارنګه پیښي ډیرځلی دوسلوالو طالبانو له لوري ترسره کیږي، څه موده مخکي هم دبلوچستان ایالت ږوب کي دوه دسویس هیواد اطباع دنامالومو وسلوالو له لوري تښتول شوی وو، چي وروسته یی وسلوالو طالبانو پړه په غاړه واخیسته، اودنوموړیو په دراخوشي کیدو به بدل کی یی دډاکټرعافیی دراخوشی کولو غوښتنه وکړه. په اسلام اباد کي دامریکی قونصلکري تراوسه پوری د ۶۰ کلن په وارنر دتښتوني پخلي نه ده کړی، دسفارت یوه ویاند خبري رسنیو ته ویلي مونږ دپیښی په اړه څیړني پیل کړی دي ترڅومالوموکړو چي وارنر سره څه لوبه شوی ده.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x