
مجيب ځدران استراليا کې په کرونا اخته شوی
نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان تکړه لوبغاړی مجيب الرحمن چې اوسمهال په استراليا کې دی په کرونا اخته شوی دی.
د استراليا په بګ باش ليګ سياليو کې د بريسبين هيټ لوبډلې د مجيب د کرونا خبر ورکړی او وايي چې هغه اوسمهال يوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
مجيب الرحمن څه موده وړاندې په بيګ باش ليګ کې ګډون لپاره ډ ځينو نورو افغان لوبغاړو سره يوځای دغه هېواد ته سفر وکړ.
هغه استراليا ته له سفر وروسته په يوه هوټل کې د ټاکلې مودې لپاره قرنطين شوی و چې د معاينې پرمهال يې کرونا تاييد شوې ده.
د مجيب لوبډلې بريسبين هيټ نوموړي ته د ژر روغتيا هيله ښودلې، او په يادو سياليو کې يې لوبې ته د ژر راګرځېدلو ټينګار کړی دی.
د بيګ باش ليګ لسم پړاو سيالۍ د روانې ديسمبر مياشتې په ۱۰مه نېټه پېل کيږي چې د ځوان نور احمد په ګډون يو شمېر افغان لوبغاړي هم ګډون کوي.
Wishing Mujeeb a speedy recovery. Look forward to seeing you play in BBL10!#BringTheHeat #BBL10 https://t.co/M2M7fFOACq
— Brisbane Heat (@HeatBBL) December 4, 2020