لیکنېنظــر

طالبان او د افغان ولس د سولې بریالي څرکونه

امرالله عمران

اوس چې کوم مذاکرات په دوحه کې د طالبانو او افغان لورو ترمنځ روان دي نو طبعي ده چې په دې بین الافغاني خبرو کې به د سولې او ټيکاو په اړه د بحثونو لړۍ جریان موندلی وي او ترڅنګ به یې د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه هم خبرې روانې وي، چې وخت په وخت له بند بست سره هم مخ شوي.

نو تمه ده چې دواړه خواوي به په اسلامې نظام سره موافقې ته ورسیږي، هغه چې ولس ته د منلو وړ وي، او د ولس ارمان پوره کونکی وي.

چې تر اوسه په مزاکراتو کې د طالبانو ټنګار هم په همدې دی، چې راتلونکی نظام دې هم سوچه اسلامې او هم د ټولو افغانانو په خوښه نظام وي.

دا هر څه په ښکاره د ‏طالب مرکچي ټیم مشر شیخ عبدالحکیم صاحب: له څرګندونو معلومیږي :

«مونږ دلته دافغان ولس په استازيتوب راغلي يو، نو ټول کوشش به مو داوي چې خپل مسلمان ولس دهیلو تمثیل وکړو.

زمونږ دولس اصلي هیله په خپل هیواد کې استقلال، امنیت، او دیوه ټول منلي اسلامي نظام حاکمیت دی.

زمونږ مسؤولیت دادی چې خپل ټول فعالیت مو په همدې نقطې متمرکز کړو.»

له بله پلو ته افغان حکومت بیا په بله لاره روان دی، او د داسې نظام راتګ غواړي چې ددوي شخصي ګټې پکې خوندې شي.

چې د دوي د غوښتنو داسې معلومیږي چې دا په ټیټو سترګو ۱۹ کالنې لاسته راوړنې د خوندې توب نغاره او د اسلام شریعت لپاره بیا د حنفې فقهي پر ځای د جعفري فقهي خبره د اشغال په اشاره کوي.

چې دا دواړه غوښتني عملي کیدل د افغان ولس په خلاف د اشغال د هدفونو د پوره کیدو په لوري ګام دی.

د افغان حکومت دا دواړه هغه کرښې دي چې د افغان ولس د مزاج سره برابري نه دي، ځکه دلته اوسیدونکې تقریباً سل فصده مسلمانان دي، د امریکا د بمبار، چاپو او وژلو باندې صبر او په مقابل کې د طالب سره اوږه په اوږه دریدل د همدې لپاره چې اسلامې نظام ته لاره هواره شي.

داچې طالبان له امريکايې اشغال څخه د هيواد دازادۍ ستر وياړ له ځان سره لري، خو بیا هم د خپل ولس د خوندېتوب لپاره، په لوړ مورال او روحيه بين الافغاني خبرو ته ستنیږي.

چې ددوي د بریا شاهدي ورکوي

چې د اشغال د ماتې ورسته د دوي دا کړنه هم باید وستایل شي.

ستاسې به پام وي کله چې په لومړي ځل طالبان د افغان لورو سره د مذاکرات په پاره خبرو ته کینستل نو افغان لورو میډیا کې شور جوړکړ.

دا چې په ښکاره یې د اسلامې نظام رد او نه منلو غږ نشو کولی نو په نورو لارو یې د طالبانو غوښتني چې اسلامې نظام راتګ دی؛ ردولې،کله به یې د امارت او جمهورت خبره مخته کړه.

او کله به یې په ډیر سپین سترګۍ ویل چې اسلامي نظام غوښتنه د طالبانو شخصي غوښتنه ده؛ خو دا شخصي غوښتنه نه؛ بلکې د ولس د فرد، فرد غوښتنه وه  او ده چې د اسلامي نظام ترحاکمیت لاندې ژوند وکړي .

اما واقعیت دا دی چې افغان ولس د اسلام په مبارک دین عقیده لري. اسلام یې یوازې په خوله او زړه نه دی منلی بلکې اسلامي احکامو ته عملي التزام لري.

تاسې وګورئ افغان ولس په دین څومره قربانۍ ورکړي دا څلویښت کاله د دین نه په دیفاع کې په یوه خطرناکه جګړه کې ښکیل دی.

« د خپلې اسلامي عقیدې او دیني تشخص د ساتنې لپاره یې یو ځل د کمونیزم پر خلاف په مبارزه کې درنې قربانۍ ورکړې او وروسته یې د امریکایي اشغال په وړاندې له توان پورته مبارزه وکړه.

دغه درنې مبارزې او قربانۍ د کوم مادي هدف لپاره نه وې، بلکې د اسلامي معنوي ارزښتونو د ساتنې او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وي.»

چې ان شاءالله د قربانیو ثمره به یې په اسلامې نظام څیره کې راښکاره شي.

شاعر:

د اُفق په کنـارو چـې د بـریـاوو نـښـې ښـکاري
دا د مستې قربانۍ يو لېونی غوندې انځور دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x