نظــر

له نړیوال محور د امریکا زوال

قاري عباس

هغوی ته چي لا اوس هم د امریکا په مشرۍ د ناټو له رسوایې ناخبره دي: مخکې له دې چې د سطحي سیاسي بصیریت لرونکو او سادګانو د خندا شي امریکایان ځانته مصنوعي تاریخ جوړوي تر څو پرې اینده کې هم د دوی اکثریت دوکه کړي، کله چې په شپې ورځ داخلیږي فقهي علماء یې په هماغه تیاره کې پیژني خو عوام یې د سهار په آذان او لمر خاته پیژني، لوبغاړی د دې لپاره چې لاسته راوړنې یې خوندي او مینوالو ته یې محبوب پاتي شي د پوخ عمر د کمزورې له کبله لوبو څخه استفا ورکوي یعنې د امریکا زوال په 2001 م کال هغه وخت پیل شو چې په افغانستان او عراق یې حمله وکړه او له افغانستان څخه د امریکایانو وتل د دوی شرمیدلی شکست دی له طالبانو سره یې د دوحې تړون او د کابل ادارې د پس فطرته مامورینو له لوري یې دا سستې پښې دربول او کاواکې خبرې کول د غولیدلو خوشالول ورته دروغجنه روحیه ورکول او بې لارې کې ساتل دي

که امریکایان په ټاکلې موده افغانستان ترک نه کړي په ډرون یا نورو هوایي بمباریو بسنه وکوي نو طالبان به جګړه سخته کړي تر دې چې ولایتونه به ونیسي د یرغلګرو روزل شوي لاسپوڅي به په محدودو تجهیزاتو او هوایي ملاتړ میدان ونه شي ساتلی په دې صورت کې د امریکایانو په مشرۍ د ناټوخیلو بیا ځل مکملې مداخلې سره به حتی د خپلو ګوډاګیانو د خندا شي او دا کار غربیان ځکه نه کوي چې له یوه لوري لکه د 2001 م کال دوی، سیکولران، کمونستان او ټوپکیان د هغسي یو ځای کیدو وړتیا نه لري او نه ورته هغه رنګ زمینه مساعده ده او له بل لوري امریکایانو خپل داخلي توازن هم له لاسه ورکړی چې ښه مثال یې څه موده مخکې مظاهرې او د اوسني انتخاباتو درغلي ده.

دلته د طالبانو د واکمنۍ مثال د ماشومتوب او اوسنی حالت یې د بلوغ دی مطلب ځواني یې پیل او زړښت یې پاتی، طالبان باید خپله انرژي نوره هم ښه استعمال کړي  خپل د بریا راز چې تقوا، یووالی او نظامي مبازه ده لا پسي غښتلی کړي

د ناټو مثال تقریباً د دوه اویا کلن سپین زیږي دی هغه هم له خالق تعالی د منکر سپین ږیري چې یواځي خوله کې یې زور پاتي وي او په غټو خبرو پرې غواړي خپل اولادې او ګوډاګیانو ته د کفري نظام د ساتنې تلقین وکړي دا سمه ده چې د امریکا په مشرۍ ناټوګۍ د مرګ او د خلکو د بې لاري کولو پرمختللي مادي وسائل لري نه د کامیابۍ معنوي وسائل، که د طالبانو په قیادت افغانانو ډیره قرباني ورکړه نو خالق تعالی ورته په دونیا کې بری او وژل شوي یې شهیدان دي څوک چې د جهاد او شهادت په مقام ځان نه پوه کوي تاوان یې خپل دی.

هغه خلک په ځانګړې توګه مسلمانان مخاطبوم چې تر اوسه د امریکا د ډالرو او اسلحو تر اغیر لاندې دي د امریکایانو په غلامۍ سره به د دونیا او اخرت له ذلت پرته نه خپل رزق پراخ کړې او نه عمر.

طالبانو په باطني وسائلو لکه ایمان، صبر او د جهاد په برکت سره امریکا او ناټو ته شکست ورکړ له دې څخه نړیوالو خاصکر امریکایانو او اروپایانو د حق الهام اخستی چې د امریکایانو، اروپایانو او د ناټو د اتحاد د نړیدلو او د دوې د نړیوال غرور د نابودۍ سبب به شي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x