دیني، سیرت او تاریخ

د سورة فاتحې په اړه لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د «فاتحې يا الحمد لله» سوره د عثماني مصحف (قرآن کريم) د ترتيب په حساب، يعني په تلاوت کي لومړی سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۵) سورت دی، يوه رکوع او (۷) آيتونه لري، البته د دې څرګندوني سره چي ځيني ﴿ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ﴾ بېل او د دې سورې لومړی آيت ګڼي او وايي چي اووم آيت يې له ﴿صِرَاطَ الَّذِينَ ﴾څخه پيل سوی او پر ﴿وَلَا الضَّالِّينَ﴾ باندي پای ته رسېدلی دی. خو کوم کسان چي ﴿ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ﴾ د دې سورې برخه نه ګڼي، هغوی اووم آيت له ﴿غَيْرِ الْمَغْضُوبِ﴾ څخه پيلوي.

دا سوره د (مدثر) ترسورې وروسته او د (مسد) تر سورې دمخه نازله سوې ده. د محققينو په منځ کي راجح رايه داده چي دا سوره په مکه کي نازله سوې ده. چا بيا ويلي دي چي دا مدني ده، چا بيا دا هم ويلي دي چي دا دوه واره نازله سوې ده، يو وار په مکه کي کله چي لمونځ فرض سو او بل وار په مدينه کي کله چي د بيت المقدس پر ځای کعبه قبله وګرځېده، خو علمای کرام وايي چي لومړۍ خبره سمه ده.

د فاتحې سوره نه يوازي د قرآن کريم په اوسني ترتيب کي تر ټولو لومړۍ سوره ده، بلکي دا هغه لومړۍ سوره ده چي په بشپړه توګه نازله سوې ده. تر دې سورې دمخه بله کومه سوره په بشپړه توګه نه وه نازله سوې. بلکي د ځينو سورتونو ځيني آيتونه به نازلېدل. د قرآن کريم په پيل کي د دې سورې د ايښوولو موخه (منشا) په ظاهره داده چي کوم څوک چي له قرآن کريم څخه لارښوونه تر لاسه کول غواړي، نو بايد تر ټولو دمخه د خپل خالق او څښتن پر صفتونو اعتراف وکړي او شکريه او مننه يې وکړي او د حق د يوه غوښتونکي په څېر له هغه څخه د لارښووني او هدايت غوښتونکى سي. لکه چي په دې سوره کي بنده ګانو ته هغه دعا ښوول سوې ده چي يو حق پالونکى يې بايد له الله تعالى څخه وغواړي، چي هغه د سمي لاري دعا ده. دغه راز په دې سوره کي چي د دعا کولوکومه سمه يا مستقيمه لار ښوول سوې ده، بشپړ قرآن د دې تشريح ده، چي دغه سمه او سيده لار کومه ده؟

د دې سورې نومونه او د نوموني لاملونه يې:
دا سپېڅلې سوره په ټولو مصاحفو او د تفسيرونو په زياترو کتابونو کي«سُورَةُالْفَاتِحَةِ» بلل سوې ده. د احاديثو په کتابونو کي يې په دې سوره پوري اړوندو بابونو او څرګندونو ته هم د «سُورَةُ الْفَاتِحَةِ» او هم د دې سورې د نورو نومونو سرليکونه ورکړي دي. په کتابونو کي يې د دې سورې ډېر نومونه ياد کړي دي، عالمان وايي چي: د ډېرو نومونو درلودل د مسما پر شرف دلالت کوي. د دې سورې کوم نومونه چي په صحيحو احاديثو کي ياد سوي دي دغه دي :

۱.«الحَمْدُ لِلَّهِ» په دې نامه ځکه بلل سوې ده چي په هغې کي د «حمد» يادونه راغلې ده او د «حمد» معنا ده: ثنا او ستاينه.

۲.«الْفَاتِحَة» يا «فَاتِحَةُ الْكِتَابِ» «فاتحه» پيل، لومړي، پرانيستي او سريزي ته وايي. څنګه چي د قرآن کريم لوستل او ليکل له دې سورې څخه پيلېږي او همداراز لمونځونه هم په دې سوره سره پيلېږي ، ځکه نو دا نوم ورکړه سوی دی.

۳.«السَّبْعُ الْمَثَانِي» «سبع» اوو ته وايي او «مثاني» په عربي کي د تکرار، مکرر او دوو ، دوو په معنا دی، څنګه چي الحمد لله اووه آيته ده او ويل يې د لمانځه په هر رکعت کي تکرارېږي، ځکه نو په دې نامه بلل سوې ده.

۴.«َأُمُّ الْقُرْآنِ » او «أُمُّ الْكِتَابِ». « أُمُّ » د شي پر اصل او بنسټ باندي اطلاقېږي، څنګه چي دا د قرآن پيليزه او پرانيستونکې ده، ځکه نو پخپله پيغمبر صلی الله عليه وسلم په دغه نامه نومولې ده.

۶. «سُورَةُ الصَّلَاةِ» په دې نامه ځکه بلل سوې ده چي په لمانځه کي د دې په ويلو امر سوی دی او لمونځ بې له دې نه صحيح کېږي.

۷. «سُورَةُ الرُّقْيَةُ» رقيه هغو خبرو لوستلو ته وايي چي له درد او داسي نورو څخه روغتيا په وغوښتل سي.
د دې سورې فضايل:

په خپله قرآن کي د دې سورې فضيلت:
يو مهال څنګه چي کفارو د پيغمبر صلی الله عليه وسلم خبري نه منلې، نو هغه صلی الله علیه وسلم ډېر خوابدی سو. لوی څښتن سبحانه د قرآن کريم د حِجر د سورې په ۸۵ آيت کي پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته د هغه د درواغ ګڼونکو په وړاندي له شریفانه تېرېدني څخه د کار اخيستلو سپارښتنه وکړه چي د کفارو په دې خبرو مه خفه کېږه او داسي تسلی يې ورکړه : ﴿وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ (87)﴾[الحجر:۱۵: ۸۷].

ژباړه: او موږ تانه (ای پيغمبره!) د فاتحې سوره درکړې ده، چي اووه آيته ده او په لمانځه کي تکرارېږي او ستر قرآن مو درکړی دی (کوم چي تر ټولو ډېري سمي او ښې لاري ته، چي د اسلام لار ده لارښوونه کوي).

په قرآن کي ډېره ستره سوره:
ابو سعيد بن المعلي وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم ماته وويل : آيا تا دمخه تر دې چي له جوماته ووزې د قرآن له ډېري لويي سورې څخه خبر نه کړم؟ بيا هغه زما لاس ونيو او کله چي يې غوښته له جوماته ووزي ورته ومي ويل : ای د لوی څښتن پيغمبره! تا راته وويل چي تابه د قرآن له ډېري لويي سوري څخه خبرکړم؟ ويې ويل: هو، د قرآن ډېره لويه سوره ﴿الحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ العَالَمِينَ ﴾ ده. دا «السَّبْعُ الْمَثَانِي» ده او ستر قرآن دی کوم چي ماته راکړه سوی دی. (بخاري، کتاب التفسير، باب قوله: {ولقد آتيناك سبعا من المثاني والقرآن العظيم}، ۴۷۰۳ شمېره حديث او ابن ماجه، کتاب الادب، باب ثواب القرآن،۳۷۸۵ شمېره حديث).

په آسماني کتابونو کي د دې غوندي سوره نه ده نازله سوې:
له ابی بن کعب رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : لوی څښتن نه په تورات او نه په انجيل کي د «َأُمُّ الْقُرْآنِ » غوندي سوره نازله کړې ده، دا «السَّبْعُ الْمَثَانِي» ده. (سنن الترمذي، کتاب تفسيرالقرآن، باب ومن سورة ، ۳۱۲۵ شمېره صحيح حديث).

د فاتحې سوره يو نور دی چي يوازي زموږ پيغمبر ته ورکړه سوی دی:
عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وويل چي يوه ورځ جبرائيل د نبي صلی الله عليه وسلم سره ناست وو چي له پاسه يې يو آواز واورېد. بيا جبرائيل سر پورته کړ او ويې ويل: دا د آسمان يوه دروازه ده چي نن خلاصه سوه او تر دې دمخه هيڅ نه وه خلاصه سوې. بيا له هغه څخه يوه ملايکه را کښته سوه او جبرائيل وويل: دغه ملايکه چي ځمکي ته را کښته سوه، له نن پرته هيڅ وخت نه ده را کښته سوې. هغې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته سلام واچاوه او ويې ويل : تاته دي زېری وي او خوشاله سه چي تاته دوه نوره درکړه سوي دي او ترتا دمخه هيڅ نبي ته نه دي ورکړه سوي. يو نور د فاتحې سوره ده او بل نور د بقرې د سورې خاتمه ده. له هغو څخه به داسي توری نه وي چي ته يې ووايې او د هغه په برکت ستا د دنيوي او اخروي اړتيا وو څخه غوښتل سوی شی تاته ونه رسېږي. (مسلم، کتاب صلاة المسافرين، باب فضل الفاتحة، وخواتيم سورة البقرة، والحث على قراءة الآيتين من آخر البقرة، ۱۷۶۱ / ۸۰۶ شمېره حديث).

د دې سورې چورليځی او بنسټيزه موضوع :
د قرآن کريم د ټولو موخو او مقاصدو وړاندي کول.
دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي :
 د سمي عقيدې بيانول: ربوبيت په مطلقه توګه، شامله او هر
اړخيزه لورېيه (رحمت)او خالص توحيد په الله اړه لري.
 د تصور سمون او تصحيح : د توحيد، بيا پاڅېدني او رسالت په اړه.
 د احساساتو او نيت سمون: عبوديت د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د لارښوونو سره سم په مطلقه توګه الله لره دي.
په دې اړه د دې سورې فقرات :
 د پيلولو ادب د لوی څښتن په نامه سره.
لومړی : د عقيدې او تصور يووالی : [۱ تر ۴ آيته].
دوهم : د عبادت او توجه يووالی : [۵ آيت].
درېيم : د ملاقي کېدو او يوځای کېدو د لاري يووالی : [۶ تر ۷ آيته].
لوی څښتن دي موږ ته توفيق راکړي چي د دې سورې له منځپانګي څخه په ډېره ښه توګه ګټه واخيستلای سو، د قرآن کريم زريني لارښووني سمي درک کړو او په سمه توګه کړنه په وکړو.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

محترم همت صاحب! الله(ج) دی په دارینو کی اجر عظیم درکی. الله(ج) دی پر قلم باندی برکت که.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x