
ژمنه شوې ځمکه «د اوباما کتاب»
فيض محمد ځلاند
د بارک اوباما کتاب (ژمنه شوې ځمکه) تر ډېره د خپل سیاسي ژوند د پیل او اوج په اړه د امریکا ځوانانو، د ولسواکۍ ملاتړو او تور پوستو امریکایانو ته د هیلو، ملاتړ او پرمختګ پیغامونه لري، د خپلې دوه دورې ولسمشرۍ ځینې مهم بحثونه، پرېکړې، ننګونې او لاسته راوړنې هم پکې ذکر کړې دي.
د افغانستان اړوند پکې ځانګړی څپرکی نشته، ځای، ځای د افغان جګړې، افغان حکومت او کشالې ذکر راغلی.
اوباما د عراق د جګړې مخالف و، او په افغانستان کې نظامي بریا مهمه ګڼله، اوباما وايې چې کله ولسمشر شو، د افغان یرغل د بریا د پاره يې د امریکا د تاریخ تر ټولو تکړه جنرالان په دندو وګمارل تر څو افغان جګړه وګټي.
شاوخوا ۳۰زره امریکائی پوځیان، لس زره ناټو ځواکونه يې افغانستان ته نور وليږل، په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شمیر ترټول وخته زیات شو، څه دپاسه یولک او څلویښت زره، خو دا چې د دوی ځواکونو په عملیاتو کې عام ولس په نښه کړ، ولسي ملاتړ يې ونشو ساتلی، کابل کې غلواکي اوج کې وه، د کابل حکومت د مرسته شویو نظامي او ملکي مرستو څخه يې غلا کوله، نو په دې توګه امریکا ونتوانیده چې جګړه وګټي.
اوباما لیکي چې مک کرسټل چې د امریکا د پوځ څلور ستوری، تر ټولو تکړه جنرال و، په عراق کې ګڼې لاسته راوړنې درلودي، د افغان جګړې مشر وټاکه، خو افغانستان کې هغه ناکام شو.
اوباما د سیاسي نورم خلاف رابرټ ګیټس د دفاع وزیر وساته کوم چې دبوش لخوا ګمارل شوی و، ځکه هغه په جګړې،
استخباراتو کې ښه مخینه درلوده، خو هغه هم ناکام شو.
اوباما لیکي چې ډیوډ پیټرایس يې د افغان جګړې مشر کړ، ځکه هغه د امریکا د پوځ تر ټولو پیاوړی جنرال او تیوریسن و، خو هغه هم ناکام شو.
اوباما افغان جګړه ناکامه ګڼي، یواځینی کامیابي په یو ځانګړې څپرکي کې د اسامه وژل ذکر کوي. مکمل څپرکی په دې را څرخي چې څنګه يې استخبارات په دې وتوانیدل چې اسامه ایبټ اباد کې په نښه کړي، د اسامه په وژلو اباما د افغان جګړې د پای او له طالبانو سره د سولې د پیل بحث ته غاړه ږدي.
اباما لیکي چې کله يې اسامه په ایبټ اباد کې و واژه، تر ټولو سخت کار ورته اصف زرداري د پاکستان ولسمشر ته تیلفون کول و، خو مجبور و چې هغه خبر کړي، وايې چې تیلفون مې وکړ ددې پر ځای چې هغه نیوکه وکړي چې ولې يې په خاوره کې پرته له اجازې برید شوي، د نړیوالو قوانینو خلاف کار شوی، هغه خوشاله و، ویل يې چې دده میرمن بینظیر بهټو همدې ترهګرو وژلي، اباما وايې چې د ارام ساه مې واخېسته.
د اوباما کتاب کور دننه ډېر وستایل شو ځکه اباما په امریکا کې د ولسواکۍ د پیاوړتیا، د لږکیو د حقونو د بنسټیزه کیدو او د امریکايي ولس د یووالي سمبول ګڼل کیږي.