
خوست: ځانګړو ځواکونو له دوبۍ څخه راستون شوی مسافر وژلی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په خوست ولايت کې د کمپاين عسکرو د پرله پسې وحشتونو په دوام نن یو ځل بيا يو تن مسافر چې تازه له دوبۍ څخه راستون شوی و؛ وژلی دی.
راپورونه وايي چې د خوست باک ولسوالۍ «ترکي» سيمه کې د کمپاين عسکرو د خالد په نامه يو تن خوستوال ځوان چې تازه د دوبۍ له مسافرۍ څخه خپل کور ته راستون شوی و، له موټر څخه ښکته کړی او وژلی يې دی.
خالد چې د خوست عليشېرو ولسوالۍ د قدمو د سيمې اصلي اوسېدونکی و، کلونه کلونه يې په دوبۍ کې مزدوري کوله چې څه موده وړاندې په رخصتۍ راغلی و خو نن د کمپاين عسکرو له لوري ووژل شو.
څه موده وړاندې هم د وژل شوي خالد يو بل ورور(ابراهيم) هم د ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوی و.
بايد وويل شي چې په خوست کې په دې وروستيو کې د کمپاين عسکرو له لوري د ملکي خلکو صحرايي وژنې تر بل هر وخت زياتې شوې دی او هره ورځ له دغه ولايت څخه د کمپاين عسکرو له لوري د ملکي خلکو د وژل کېدو راپورونه ورکول کيږي.
په خواله رسنيو کې يو پکتياوال فعال او ژورناليست «نصيب ځدراڼ» تېره ورځ پخپل ټوېټرپاڼه ليکلي وو چې په دې ولایت کې په تېرو ۲۲ ورځو کې ۲۶ تنه ملکي وګړي د کمپاين عسکرو له لوري وژل شوي دي.
In the last 22 days the info that I hv received the KPF troops hv martyred 26 civilians,but neither the gov nor the foreigners are saying anything.
Do the Americans hv such a plan that they are leaving & continuing the killings of Afghans through their militias?@US4AfghanPeace pic.twitter.com/dcjx5nvvv2— Naseeb Zadran (@NaseebZadran0) December 3, 2020
په دې وژل شويو کسانو کې يې د مدرسې استادان، ډاکټران، ليکوالان، شاعران او د نورو بېلابېلو مسلکونو خلک شامل دي.
بايد وويل شي چې په هيواد کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژنې لړۍ ورځ تر بلې تيزيږي، خو په اړه يې دولتي چارواکي چپه خوله دي.