fbpx
د ارواښاد شیخ ایوبي کندهاري په لاس لیکل شوی تفسیر

شاهکار پښتو تصنیف (تفسیر ایوبي حنفي) بشپړ او له چاپه راووت د پښتو په علمي نړۍ کې یو ستر ګام

ټولو مینه والو ته زیری ورکول کیږي چې د هیواد د ستر علمي شخصیت، جید عالم، شیخ القران والحدیث مولانا عبیدالله ایوبي کندهاري (حفظه الله) په لاس لیکل شوی د قران عظیم الشان پښتو تفسیر، چې له کلونو راهیسې تر لیکنې لاندې وو، بشپړ او په ۱۹ ضخیمو ټوکونو کې د چاپ په ګاڼه وپسولل شو.
نوموړی تفسیر د ( تفسیر ایوبي حنفي) په نامه نومول شوی، یو جامع تفسیر دي چې د قراني ایاتو، نبوي احادیثو او د صحابه کرامو د اثارو په رڼا کې لیکل شوي دي او ورسره په خپل ځای د معتمدو عقلي تفاسیرو نه خورا په زړه پوري مقتبسات او علمي نکات پکې راغونډ شوي دي او د منقولاتو او معقولاتو يو ښکلی امتزاج پکې لحاظ شوی دي.
په نوموړي تفسیر کې له صرفي، نحوي او لغوي تحقیقاتو نیولې، د معاني، بیان، بدیع او منطقي علومو مباحث رانغښتل شوي دي، د عقلي علومو په برخه کې هم په بیلا بیلو موضوعاتو کې علمي او څیړنیز تفصیلات لري. معاصرو فقهي مباحثو او مسائلو ته پکې زیاته ونډه ورکول شوې چې تفسیر ته یې نوره ځلا وربخښلې ده.
په ټولیزه توګه دنوموړی تفسیر ټول موضوعات په خورا روان، ساده او عام فهمه طرز لیکل شوي چې په پښتو تفاسیرو کې یې ساری کم لیدل کیږي ، او هر عام او خاص ترې استفاده کولای شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمدالله بدری
میلمه
حمدالله بدری

http://tahzibulislam.com/
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .محترمه وروره دازموږ سائټ تهذیب الاسلام ،،داستاسي په سائټ کي یاپه فیسبوک کي راته نشرکړه ،والسلام

دتهذیب الاسلام نشراتی اداری لخوا