
ګلابه!/حماد ماليار
حماد ماليار
ښکلولــو تــه دې جــــوړ نۀ شوم، ګلابه!
پۀ ديدن بانـدې دې مــوړ نۀ شوم، ګلابه!
د بېلتــون پۀ لمبـو سـوې سپرغکۍ يــم
ساړۀ سيوري ته دې سوړ نۀ شوم، ګلابه!
خپل مې نۀ کـــړې تر هغې چې لکه وينه
ستا پۀ مينه کــې نچـــوړ نۀ شوم، ګلابه!
زلميتــــوب به بدرګـــه درســـره وړمـــه!
پۀ تنکۍ ځوانۍ کـۀ زوړ نۀ شوم، ګلابه!
پۀ لمـن کـــې به دې ستـــورو ته وروړمه
کۀ ناکام پـۀ لومـړي پــوړ نۀ شوم، ګلابه!
درد مې نۀ ؤ ستـا پۀ شونډو پېرزو، ځکه
ستا د زړۀ د څړيکو مروړ نۀ شوم، ګلابه!
زۀ له خاورو نه جوړ لال ښۀ يمه، خير کۀ
ستا پۀ مينه کې پۀ کـروړ نۀ شوم، ګلابه!
د حماد ماليـار تنـــدی پـــۀ تيــــږو ولــه!
کۀ ازغيــو ته دې تــــــوړ نۀ شوم، ګلابه!
ډير ښه