افغانستان

کابل کې نشه يي توکو اووه تنه وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په کابل ښار کې د نشه يي توکو د زيات استعمال له امله اووه تنو معتادينو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نشه يي توکو د زيات استعمال له امله ۷ تنه مړه شوي دي او څو نور يې ژوندي نيولي.

ددې وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته ويلي دی چې تېره شپه د يوې ښځې په ګډون څلور تنه چې په يوه کانټينر کې يې شپه کړې وه د شپې د زياتو نشه يي توکو د استعمال له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او سهار يې پوليسو جسدونه ترلاسه کړي دي.

ارين زياتوي چې نن ماښام په يوه بله ورته پېښه کې هم دوه تنه چې زيات نشه يي توکي يې استعمال کړي وو مړه موندل شوي او له هغوی سره څو تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

بايد وويل شي چې په هيواد کې د نشه يي توکو استعمال او کاروبار ورځ تربلې زياتيږي چې له امله يې د معتادينو په شمېر کې هم زياتوالی راځي.

د پلازمينې کابل په شمول د هيواد د بېلابيلو ولايتونو په مرکزي ښارونو او د دولتي پوستو او پوليسو تر نظارت لاندې سيمو کې هم په پراخه کچه او ازاده توګه نشه يي توکي استعمالیږي خو امنیتی ځواکونو يې په اړه پټه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له یوې خوا جنګونه، کرونا، پټی سترګی بمباری، انتحار او ځان وژنه د یوه مسلمان په صفت ټول که طالب دی او کی حکومت او نور درست باید فکر وکړو چی څنګه د بیوزلو مسلمانانو ژوند وژغورل شی. اسلام دا ندی ویلی چی کافران دی په عیش و غشرت کی ژوند وکړی او مسلمانان دی لکه سپی یو بل سره خوری. لږ د انسان په صفت درست سوچ او فکر معقول پکار ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x