ادبي لیکني

نارویژي ژبه څنګه لیکنۍ او رسمي شوه؟

ډاکتر عیسي ستانکزی

له ۱۸۱۴میلادي کال مخکې ناروې کابو څلور سوه کاله له ډنمارک سره په یوه اتحاد کې وو (خو له حقوقي پلوه ټول واک له ډنمارک سره ؤ) په ۱۸۱۴ کال کې دغه یونین ختم شو خو ناروې په کامله توګه خپلواکه نه شوه او یو ځل بیا له سویډن سره په ګډ اتحاد کې راغله خو له سویډن سره دغه یونین له سیاسي پلوه کمزوری ؤ دغه راز کلتوري اغیز ېې هم چندانې جوت نه ؤ خو ډنمارکي ژبې خپل اغیز په سلګونو کلونو ساتلی ؤ په داسې حال کې چې ناروې لا له سویډن سره په اتحاد کې وه د ۱۸۱۴ کال دمي په اولسمه ناورې اساسي قانون پيدا کړ.

له دې سره سره چې ناورې په کورنیو مسلو کې په یو ډول خپلواکه شوه او له سیاسي پلوه ېې له ډنمارک سره پيلتیا ختمه شوه خو له کلتوري په تیره بیا د ژبې له پلوه ډیرو کلونو ته اړتیا وه چې خپلواکي ترلاسه کړي. کابو څلورسوه کاله د ناروې لیکنۍ ژبه ډنمارکي وه او د اساسي قانون له جوړیدا په وروسته کلونو کې ډنمارکي نور درباري یا رسمي اړخ پيدا کړی ؤ. دې چارې بیلابیل علتونه درلودل د مثال په توګه تر۱۸۱۱ کال پورې ناروې په هیواد کې دننه پوهنتون نه درلود او خلک مجبوره ؤ چې د لوړو زده کړو لپاره له هیواده بهر په تیره بیا ډنمارک ته سفر وکړي.

له دې سره سره چې ناروې د ډنمارک له یونین څخه وتلې وه د لیکنۍ ژبې د نه درلودلو له امله ټولې رسمي لیکنې په ډنمارکي ژبه کیدلې له دې وروسته چې ناروې د سویډن په برخه شو او له سویډن سره په یو اتحاد کې راغله ځینو سویډني ژبپوهانو به ویل چې دا به سخته نه وي چې لیکنۍ ژبه له ډنمارکي سویډني ته بدله شي.

کله چې دهغه وخت په پارلمان کې کروندګر تر رسمي او تعلیم یافته کسانو(ډنمارکي ژبلوستو) ډیر شول، په پارلمان کې نارويژي لهجه په اکثریت کې شوه، له دې وروسته یو ډول ملي رومانټیزم په هیواد کې رامنځته شو . په دې ډول له ۱۸۳۰ کال وروسته د یوې ملې ژبې اهمیت څرګند شو او اړتیا ورته زښته ډیره احساس شوه. وروسته دغه بحث تود شو چې د یوه واحد ملت لپاره یوه ملي لیکنۍ ژبه پکار ده. نارويژي تاریخ لیکونکي وايي د دغه احساس رامنځته کېدو څرګنده کړه چې نارویژیان په خپلو پښو ولاړ د یو واحد ملت د جوړیدا توان لري.

په حقیقت کې له ۱۸۳۲ کال وروسته عملي کار پيل شو او دغه بحث ډیر د اوسلو(چې په هغه وخت کې کریستیانیا نومیده) په پوهنتون کې پيل شو عامو خلکو لا په دې مسلې سر نه خوږاوه ځکه چې دا هغه وخت ؤ چې ډیر کسان لا نالوستي وو.

د کریستیانا په پوهنتون کې دوه ډلې خلک وو(محافظه کار او راډیکال)، محافظه کارو به ویل له ډنمارکي ژبې سره دې کلتوري اړیکه وساتل شي خو راډیکالو یا بنسټپالو به له ډنمارکي اغیزه د خلاصون غوښتنه کوله او د هیواد له بیلابیلو لهجو د یوې نوې ژبې د جوړیدا په هیله وو. راډیکالو ټینګار کاوه چې له پخواني فلکلور او ولسي ادبه دې لیکنۍ ژبه جوړه شي په دې برخه کې څو تنو سخت کار وکړ او ټولې پخوانۍ افساني او ولسي ادب ېې راغونډ کړ او دا کوټلي او اغیزمن ګامونه وو چې نارویژي لیکنۍ ژبه بڼه خپله کړه. د دغو دوو لیدلوریو په سیوري کې دوو ژبو په هیواد کې وزېږېدې، یوه له ډنمارکي اساساتو او مشترکاتو سره لیکنۍ ژبه (بوک مول) او بله د خلکو له ولسي ادب او لهجو څخه سوچه نارویژي ژبه چې (نی نورشک) یا نوې نارویژي بلل کیږي.

په دې ډول ناروې چې څلور سوه کاله د ډنمارک تر اغیز لاندې او خپله لیکنۍ ژبه ېې نه درلوده دوه ژبې پيدا کړې چې د ټول ولس لیکنۍ او ګړنۍ ژبې دي. له دې سره سره چې نارويژي ژبه ډیرې لهجې لري او د یوې سیمې خلک د بلې سمیې په خبرو ښايي اوس هم ښه پوه نه شي خو ملي ژبه ټولو ته د درناي وړ ده او په شوق ېې زده کوي

په ۱۸۳۲ کال د نارويژي ژبې په لومړنیو ژبپوهانو کې یو تن چې هنریک ویرګلنډ نومیده د یوې ملي ژبې د درلودلو د اهمیت په هکله دریو ټکو ته اشاره کړې ده: ۱ـ ټول خپلواک ملتونه باید خپله ملي لیکنۍ ژبه ولري ناروې هم له دې چارې مستثنی نه ده ۲- په بله ژبه د خپلواکۍ افکار او احساس نه شو بیانولی، لیکولان هغه وخت ښه لیکنه کولای شي چې په مورنۍ ژبه یې ولیکي. ۳ ـ د یوې اساسي او پخې ډیموکراسۍ لپاره باید ډیر کسان لیک او لوست وکړای شي او لیک – لوست هغه وخت اسانیدای شي چې ګړنۍ او لیکنۍ ژبه مو یو شان شي .

د دې مقالې له لیکولو زما موخه دا وه چې نازوژې لیکنۍ ژبې ته په ۱۸۳۲ کال کې کار پيل شو او ډیر وخت تیر نه دی چې دغه هیواد دومره بډایه ژبه لري چې په هره برخه کې یې ستونزه حل کړې په ډیری اروپايي هیوادونو کې د مثال په توګه کمپیوټري اصطلاحات په انګریزي دي خو په ناروې کې ټول په نارویژي ژبه اړول شوي دي البته که یې موږ له دري او پښتو سره مقایسه کړو له ګرامري پلوه یې زده کړه ډیره سخته ده او مغیره حالتونه هم پکې ډیر دي.

لهجې په هیواد کې پریمانه دي او ډیری کسان خو کله په خپله لهجه هم لیکنې کوي خو له دې سره سره ما ته کله فکر پيدا شي چې په دومره موده کې افغانان ولې بریالي نه شول چې په حقیقي معنا دوه ملي او د ټول ملت لپاره د منلو وړ لیکنۍ ژبې پیدا کړي.

نارویژيانو په لنډه موده کې۴۰۰ کلنه ډنمارکي ژبه له هیواده لیرې او دوه ملي ژبې خو ګډ ملي احساس یې پيدا کړ خو موږ په اپوټه له یو بله د بیلتون په لور روان یوو زموږ ژبپوهانو ولې تراوسه پورې په حقیقي معنا د ملي لیکنۍ ژبې د جوړیدا تکل نه دی کړی. څوک په دې لاره کې خنډونه جوړوي؟ د حکومت دنده دلته څه ده ولې باید یوازې یوه ژبه برلاسه او بله کمزورې کړاي شي؟ حتي ډیری لیکوالان قصداً د بلې ژبې د کمزرتیا لټه کوي او په یو ډول یې سپکاوی کوي په داسې حال کې چې ټول د ملي وحدت نارې وهو او حکومتونه تل شعارونه ورکوي ایا ملي ژبه د یووالي اساس نه شي کیداي؟ ښايي زموږ قدرمن ژبپوهان او سیاستمداران ورته لاره پيدا کړای شي خو د نورو ملتونو تجربو ته په پام سره دا سخت کار نه دی .

ولسمشر کرزي په تیرو لسو کلونو کې یوازې دا یو کار کړی دی چې پښتو او دري په ګډه( شیر او شکر) وايي خو دغه کار څه ګټه کړې؟ ایا په لسو کلونو کې د دغه کار اغیز جوت شوی؟ خو که په رسمي دفترونو کې داسې یو فورمول جوړ شي چې د دواړو ملي ژبو په لیکلو او لوستلو کې ستونزه نه وي ایا په حقیقي معنا کې به مو د ملي وحدت په لور ګام نه وي پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x