
هلمند کې د امریکایي ځواکونو بمبار درنه مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو هوایي برید د طالب جنګیالیو په ګډون ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» وايي، امریکايي عسکرو له «دوحې تړون څخه د سرغړونو په دوام» تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ اړوند «لوی باغ» کلي کې د طالبانو پر یوه مرکز او و رڅېرمه د ولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی او کله چې خلګ د مړو او ټپیانو راټولولو ته ور ټول شي، ډرون الوتکو اووه نور فیرونه کړي چې له امله یې د طالب جنګیالیو په ګډون اتلس تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د برید له امله څلور کورونه ویجاړ شوي او یو عراده موټر او څلور موټرسایکلونه له منځه تللي.
د احمدي په خبره، د برید په مهال په سیمه کې هيڅ ډول نظامي تحرکاتو وجود نه درلود او د جګړې له ساحې څخه ډېره لیري وه.
طالبانو شوی برید د دوحې له تړون څخه سرغړونه بللې او ګواښ يې کړی چې دا ډول «بې باکانه کړنې» عکس العمل لرلی شي «اسلامي امارت دغه وحشیانه برید چې د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده، په کلکه غندي، دغه ډول بې باکانه کړنې خامخا عکس العمل لرلی شي او وضعيت د ترنګلتيا خوا ته بيايي.»
— Qari Yousaf Ahmadi (@QyAhmadi21) December 5, 2020
امریکایي ځواکونو که څه هم تر دې دمه د خپلو کړو بریدونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی؛ خو تر دې وړاندې هم ورته بریدونه شوي، چې د طالبانو له لوري په کلکه غندل شوي او له دوحې تړون څخه د سرغړونې نښې بلل شوې دي.
بل لور ته یاد بریدونه داسې وخت کېږي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ راوانه ده.
طالبانو په بیا، بیا ټينګار کړی، چې د دوحې تړون د امریکا او افغانستان په ګټه دی او باید عملي کېدو ته یې بشپړه ژمنتیا وښودل شي.
کله چه امریکایان بمبار کوی ولی طالبا دوی نه په نخه کوی؟
سم گذار ورکری،سم غچ تری واخلی،بیغیرته کیژی مه.