نړۍ

قطر او سعودي د خليجي بحران د حل لپاره هيله‌من شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): قطري چارواکي له سعودي عربستان، محتده عربي اماراتو، مصر او بحرين سره د څلور کلن بحران تلپاتې حل لپاره هيله‌‌من شوي دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د روم فورم شپږمې ناستې ته په ويډيويي وينا کې وويل، چې د هر ډول بحران حل بايد تلپاتې وي، تر څو د خليجي هېوادونو اتحاد پر ځای پاتې شي.

قطر او سعودي د خليجي بحران د حل په اړه د کويتي چارواکو هڅې ستايلي او د هغو هرکلی يې کړی دی.

د کويت د بهرنيو چارو وزير په خپل ټويټ کې ويلي: «د کویت دولت څرګندونې د خليجي بحران د حل پر لور مهم ګام دی.»

شيخ عبدالرحمن زياته کړې، چې د خليجي بحران له پيله د کويت د منځګړيتوب مننه کوي او همدارنګه يې په دې اړه د امريکايي چارواکو د هڅو مننه هم کړې ده.

شيخ محمد عبدالرحمن ټينګار کړی، چې د قطر هدف يوازې د خليجي ولسونو او سيمې ګټې او امنيت دی.

سعودي هم په دې اړه د کويت د بیان هرکلی کړی دی.

د سعودي د بهرنيو چارو وزیر فیصل بن فرحان ويلي، چې هېواد يې د خلیجي بحران د حل لپاره د کویت د هڅو هرکلی کوي.

نوموړي په خپل ټويټ کې ويلي: «موږ د کويت ورور هېواد هغو هڅو ته درناوی کوو، چې د خليجي بحران د حل لپاره يې پيل کړي او همدرانګه په دې اړه د امريکا د هلو ځلو مننه هم کوو او هيله لرو، چې دا بحران په داسې توګه حل شي، چې ټولې سيمې ته په کې خير وي.»

تېره ورځ د کويت د بهرنيو چارو وزير شيخ احمد ناصر محمد الصباح ويلي و، چې د خلیجي بحران د حل لپاره يې ګټور ګامونه پورته کړي دي.

د کويت تلويزون د شيخ احمد ناصر هغه لنډې څرګندونې خپرې کړي، چې «ټولو لوريو په دې بحثونو کې ګډون وکړ او ټولو د خليجي او عربي هېوادونو د يووالي او ثبات پر اهميت ټينګار وکړ او هيله يې ښکاره کړې، چې د ټولو خلیجي هېوادونو ترمنځ اتحاد پر ځای پاتې شي.»

د يادونې وړ ده، چې سعودي، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر د ۲۰۱۷ کال په جون کې له قطر سره هر ډول ډيپلوماټيکې او سوداګريزې اړيکې پرې کړي او ټولې هوايي، ځمکنۍ او سمندري لارې يې وسره تړلي دي.

دغو هېوادونو له قطر څخه غوښتي و، چې د فلسطين حماس ډلې او ایران سربېره بايد له ټولو وسله‌والو ډلو سره اړيکې پرې کړي، خو قطر دغه ټول تورونه رد کړي وو.

کويت او امريکا له پيله د دې بحران لپاره له پيله هلې ځلې پيل کړي دي.

تېره اونۍ د سپينې ماڼۍ سلاکار او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم جيريډ کوشنر هم سعودي ته تللی و او له سعودي چارواکو يې د خليجي بحران د حل غوښتنه کړې وه.

قطر په خپل رسمي دريځ کې ويلي، چې له هر ډول شرط پرته د خليجي بحران د حل لپاره خبرو ته تيار دي، خو دا يې نه دي ويلي، چې د سعودي په مشرۍ د پرېکون کوونکو هېوادونو غوښتنې به ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x