
پکتیکا کې د ارګون زون د اربکیانو عمومي قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې ددغه زون د اربکیانو عمومي قومندان عیدمحمد چې پخوا د عزیزالله کاروان مرستیال ؤ، د وژلو خبر ورکوي.
د پکتیکا د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین رسنیو ته ویلي، تیره شپه د ارګون ولسوالۍ په «پیرکوتي» سیمه کې د طالبانو او اربکیانو(سیمه ییزو پولیسو) ترمنځ مخامخ نښته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې د ارګون زون د نهو(۹) ولسوالیو د اربکیانو(سیمه ییزو پولیسو) قومندان عیدمحمد چې په «مملي» سره مشهور ؤ، وژل شوی؛ خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په هکله معلومات نه لري.
د آرین د معلوماتو له مخې قومندان عیدمحمد له تیرو ۱۸ کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه، چې د څه وخت لپاره ددغه ولایت د ځانګړو ځواکونو د قومندان عزیزالله کاروان مرستیال هم پاتې شوی ؤ.
عزیزالله کاروان دوه کاله وړاندې پلازمینې کابل کې د طالبانو لخوا د «مکروریانو» پارک کې په داسې مهال ووژل شو، چې الکولي مواد یې کارولي ؤ او نیمه بې هوښه ؤ.