افغانستان

امریکا: نادعلي کې د دولتي عسکرو په ننګه شوي هوايي برید کې ولسي وګړو ته هم تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو ویاند وایي، امریکايي الوتکو تېره شپه  د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې پر طالب جنګیالیو د برید په مهال ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

یاد برید چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ اړوند «لوی باغ» نومي سیمه کې د طالب جنګیالیو پر مرکز او ور څېرمه د ولسي وګړو پر کورونو شوی و، له امله یې یوویشت تنو ته مرګ ژوبله اوښتي او څلور کورونه پکې ویجاړ شوي و.

جنرال سني لګیت وایي، امریکایي ځواکونو وړمه شپه پر هغو طالب جنګیالیو باندې هوایي برید کړی چې پر دولتي عسکرو باندې یې عملیات روان کړي و.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا کړې، چې شوی برید د دوحې له تړون سرغړونه نه ده؛ خو په خبره یې، په برید کې د ملکي وګړو له تلفاتو خبر لري او په اړه یې څېړنې کوي.

ورته مهال طالبان بیا وایي، د برید په مهال په سیمه کې هیڅ ډول نظامي تحرکات موجود نه و او په داسې سیمه شوی، چې د جګړې له ساحې یې کافي فاصله درلوده.

طالبان یاد برید د طالبانو-امریکا تر منځ له شوي تړون د «مکررو سرغړونو» له ډلې یوه سرغړونه بولي او ګواښ یې کړی، چې دا ډول بریدونه عکس العملونه راپورته کولای شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ  په شوي تړون کې بهرنیو ځواکونو ژمنه کړې، چې د جګړې له جریان پرته په نورو وختونو کې طالب جنګیالي او ولسي وګړي نه په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x