افغانستان

اشرف غني: مذاکرات دوهم پړاو ته داخل شوي، بايد له دقته کار واخلو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني او د پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله نن په ارګ کې له طالبانو سره روانو خبرو ته محتاطه خوشبيني ښودلې او زياته کړې يې ده، چې خبرې دوهم پړاو ته داخلې شوي او بايد له دقته کار واخيستل شي، تر څو کومه ستره تېروتنه ونه شي.

ښاغلي غني دا هم وويل، چې وضعيت بدلون کړی او تر دې وروسته ډېر د بهرنيانو پر مرستو باور نه شو کولی.

د پخلايني عالي شورا لومړنۍ ناستې ته د اشرف غني او عبدالله سربېره، پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر استاد عبد رب الرسول سياف، د شمال ټلوالې پخواني رهبري غړي يونس قانوني او د ملي شورا يو شمېرو غړو خبرې وکړې.

اشرف غني دغې ناستې ته وويل: «له طالبانو سره د خبرو لپاره بايد ټول په خپلو کې سره همکار شو، د مذاکراتو دوهم پړاو، سخت دی، مشورو ته اړتيا لري او بايد د لارې نقشې او راتلونکو ګامونو په اړه ټول په شريکه هوکړې ته ورسيږو.»

غني زياته کړه، چې له ټولو ستونزو او ننګونو سره لومړی پړاو بشپړ شوی او په راتلونکي کې هم بايد کومه تېروتنه ونه شي.

نوموړي دا ونه ويل، چې کوم ډول تېروتنه بايد ونه شي او نه يې په دې اړه وضاحت وکړ.

عبدالله عبدالله هم د پخلاينې عالي شورا دغې ناستې ته وويل، چې افغانان تر هر څه زيات سولې ته اړتيا لري او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره به د پخلاينې عالي شورا په مسلسل ډول خپلو ناستو ته دوام ورکوي.

عبدالله زیاته کړه، چې سوله د ګټو ترلاسه کولو په معنا نه ده.

اشرف غني او عبدالله دواړو له طالبانو غوښتنه وکړه، چې اوربند ته غاړه کيږدي.

حامد کرزی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پخلاينې عالي شورا د ناستې هرکلی کړی او زياته يې کړه، چې له رسمياتو ور اخوا به په هر ګام کې له دې شورا سره همکاري وکړي.

کرزي وویل، چې دی د کابل مذاکراتي ټيم او همدارنګه د طالبانو د مذاکراتي ټيم ملاتړ کوي؛ خو په وينا يې کاشکې دا خبرې په افغانستان کې وای.

استاد سياف

پخواني جهادي مشر استاد عبد رب الرسول سياف هم دغې ناستې ته وويل، چې د يوه افغان مسلمان په توګه د پخلاينې شورا د هڅو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: «که امريکا مو پرېږدي، نو الله تعالی مو نه پرېږدي.»

که څه هم د پخلايني عالي شورا لومړنۍ ناسته ترسره شوه، خو د دغې شورا ترکيب لا هم نه دی بشپړ شوی او ويل کيږي، چې د ارګ او عبدالله ترمنځ يې د غړو په ټاکلو لا هم لانجې روانې دي.

په دغه ناسته کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او د جمعيت اسلامي مشر صلاح الدين رباني ګډون نه و کړی.

د پخلايني عالي شورا لومړنۍ ناسته وروسته تر هغه جوړه شوه، چې تېر سپټمبر کې له کابله د تللي پلاوي او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پيل شوي.

امريکا او د اروپايي هېوادونو ډيپلوماټانو له کابل حکومته غوښتي وو، چې د پخلاينې عالي شورا ترکیب بشپړ او عملي کار يې پيل کړي.

ډېری کارپوهان اوس په دې باور دي، چې امريکا او نړيواله ټولنه دامهال د جګړې پر ځای سوله خپل لومړيتوب بولي او له افغانستان سره راتلونکې مرستې به هم د سولې وضعيت پورې تړلې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x