افغانستان د غربي مکروبونو د آزموینو لابراتوار ندی

موږ چې د لويديځوالې ډيموکراسۍ مخالفت کوو، پر وړاندې مو په اسلامي نړۍ کې د شته ډيموکراتیک ورژن له لاسه زيږيدلې ستونزې او غميزې پرتې دي. حقيقت دا دی چې ډيموکراسي له لويه سره د یوه ناراضه انساني فکر محصول دی چې د کليسا د واک پر ضد يې شکل ګيري وکړه، قِوام يې واخيست او په ۱۷۸۹ز کې د فرانسې د انقلاب له لارې تطبيق ته ورسیدله.

سره له دې په ګڼو لويديځوالو ټولنو کې يې د تیوکراسۍ د یوه بديل جوړښت په بڼه ښه پايله وکړه، خو کله چې خبره په اسلامي نړۍ کې د ډيموکراسۍ رضاکارانه تطبيق ته راغله، نو دلته شته ځمکني حقايق تر هاغو حقايقو چې په اروپا کې شته ول، سکوټ مخالف ول. موږ دلته د تیوکراسۍ په نامه کوم جابرانه او انحصاري واکمنه دستګاه نه لرله، موږ دلته يواځې دين درلود چې د پرګنو د وحدت او یو والي ضمانت یې کړی وو او هغوي يې د اخلاقي، ټولنيزو ارزښتونو په لړۍ سره پېيلي وو. د لويديځوالو نخبه ګانو شاګردانو زموږ دین د دوي له منحرف مسيحيّت او زموږ ديني مکتب د دوي له تیوکراتيک مکتب سره ورته وګڼل او د ډیموکراسۍ د تطبيق لپاره یې د دين مخالفت پيل کړ…!

د شرائطو، رجحاناتو، تمائلاتو او مبارزاتو دغه عدم تلفيق، زموږ په ټولنو کې متضاد ټولنیز فاکتورونه وزيږول. سياسي طيف مو په متصادمو جریانونو سره وويشل شو، د سیکولر، لائيک او اسلامپاله اصطلاحات رامنځته شول او د دوي تر منځ سړه جګړه پيل شوه. د سیکولرانو له لوري پرته له دې چې د اسلامي نړۍ ټولنيز دیني جوړښت ته وکتل شي، په مطلق ډول د غربي ډیموکراتيکي بيلګې پر تطبيق ټینګار وشو او د اسلامپالو له لوري بيا پرته له دې چې د دغه انساني فکري محصول کم ترکمه مثبتو ټکو ته پام وشي، د نفس ډیموکراسي مخالفت پيل شو. دغه مخالفت او تصادم همدا نن هم محسوس دی.

خو کله چې سړه جګړه پای ته ورسيده، نړۍ يوه قطبي شوه، اسلامي نړۍ له دينه بیګانه شوه، اسلام او مسلمانان د لويديځ پر وړاندې د یوه بالقوه ستراتيژیکي ګواښ په بڼه وارزول شول، نو لويديځ د آمریکا په مشرۍ یو ځل بيا د استعماري سياستونو په مخ کې نیولو ته پيل وکړ. له صوماليا نیولې تر افغانستان او عراق پورې يې پر اسلامي نړۍ يرغلونه وکړل، د نورو استعماري حربو تر څنګ یې دلته له ډیموکراسۍ نه هم د یوه بریالي استعماري افزار په بڼه استفاده وکړه.
خو ای کاش که دغه افزار د ټولنيز استقرار او ثبات په برخه کې کارول شوی وای، بلکې هر ځای چې د دوي له یرغل سره سمه ډیموکراسۍ رسيدلې ده، د هغه ځای سياستونو اتنيکي، سمتي او سکتوريستي رنګ او روغن اخيستی دی، ټولنيز توپيرونه ژور شوي او نتیجتاً بيخي په فطري بڼه د ډيرو غښتلو هیوادونو تجزيې ته لاره هواره شويده، د نن ورځې عراق یې ښه مثال دی او دوي غواړي چې د سبا ورځې افغانستان هم د نړۍ لپاره یو مثال وګرځوي…!

د افغانستان د اوسني سياسي غورزو پرزو نه په ډاګه جوتيږي چې زموږ سياسي رديف اوس له افغاني هاغې نه په ژبنیو او سکتوريستي بنسټونو وېشل کيږي چې پایله به یې خدای مکړه د استعماري پلان مطابق د افغانستان ماتې او تجزيه وي.
ځکه موږ په خپل دغه موقف کې پر حقه يو چې افغانستان د ډیموکراسۍ لابراتوار ندی، دلته باید غربي میکروب ونه آزمويل شي، موږ یو ژوندی او متحرک ولس یو، له اسلامه وړاندې مو هم د ټولنيزې واکمنۍ نظامونه تجربه کړيدي او له اسلامه وروسته مو هم د اسلامي او ملي واکمنۍ نظامونه کتلي او آن د هند او بنګال تر خليجه مو په بريالیتوب سره تطبيق کړي هم دي.

موږ د یوه ملّت په بڼه د دې پر ځای چې آمریکايي ډیموکراسي چې له یوه استعماري افزاره پرته بل څه ندي، و آزمويو، باید چې خپل اصل ته مراجعه وکړو. اسلام او خپل ټولنيز آرونه سره پرتله کړو او د یوه پراخه ملي تفاهم په پايله کې له اسلام او افغاني عنعناتو جوړ نګه افغانی سسټم تطبيق کړو. دلته باید اولويّت افغانيّت ته ورکړل شي، نه سمتيت او سکتوريزم ته…!!!

لیکوال: عنایت الله کاکړ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د