افغانستانسولې اړوند خبرونه

يونس قانوني: سوله باید د ټاکنیزو ټیمونو له انحصاره وایستل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيمونو تر منځ خبرې روانې دي؛ د کابل حکومت د پخواني مشر مرستیال او د پخلاینې عالي شورا غړی «یونس قانوني» ټینګار لري، چې د سولې چارې باید د حاکمو ټاکنیزو ټیمونو له انحصاره وایستل شي.

قانوني نن په کابل کې د پخلاینې عالي شورا په لومړۍ ناسته کې د خبرو په مهال ویلي، چې سوله مهمه او جدي موضوع ده؛ نو ځکه باید یوازې د حکومت او پخلاینې عالي شورا په واک کې نه وي او د ځوانانو او ټولنې غږ پکې انعکاس کړل شي.

نوموړي وړاندي ټینګار کړی، چې د سولې ادرس باید یو وي او پخلاینې عالي شورا  باید د ټول افغانستان استازیتوب وکړي «د سولې په پروسه کې د تصمیم نیولو واک باید په واقعي او معنا داره ډول د پخلاینې عالي شورا ته انتقال کړل شي، داسې نه چې طرحه یو ځای جوړېږي او پرېکړه بل ځای کېږي، د سولې ادرس باید یو وي او ټول افغانستان باید په هماغه ادرس کې ځان وویني.»

د قانوني له قوله،که چېرې د پرېکړې او طرحې جوړولو ادرسونه بیل شي؛ نو د سولې هڅې به وپاشل شي.

نوموړي ددې تر څنګ په یو شمېر هغو سیاسیونو نقد وکړ، چې د پخلاینې عالي شورا ناستې ته نه وو راغلي.

دده په خبره، مصالحه عالي شورا د ټول افغانستان استازیتوب کوي او هغه شخصیتونه چې ځای یې تش دی؛ باید ډک کړل شي.

د قانوني له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې طالبان او د کابل مذاکراتي ټيم خبرو ته ناست دي.

په دې وروستیو کې د کابل مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د ناستو په یوه کړنلاره هوکړه وکړه؛ خو د اشرف غني له مخالفت وروسته بیرته له کړې هوکړې په شاه شول مګر د نړیوالې ټولنې له فشار وروسته یې بیا ځلې له طالبانو سره کړی توافق ومانه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x