
کندهار کې د موټربم چاودنې له کبله ۱۰ پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو په پوستې د موټربم چاودنې له امله د ۱۰ پولیسو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.
دا موټربم چاودنه نن سهار وختي ۶ بجې د ارغستان ولسوالۍ په «سپانزو» کلي کې د پولیسو پوستې دننه رامنځ ته شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، د چاودنې له امله په نښه شوې پوسته سخته زیانمنه شوې او په ترڅ کې یې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي ددې پېښې په تایید سره ویلي، دغه چاودنه د «هاموې» ټانګ په وسیله ترسره شوې ده.
طالبانو ددې برید مسئولیت منلی، د طالبانو ویاند قاري یـــوســــــف احــــــمــــــــــــــــــدي په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، دغه پوسته یې ځکه په نښه کړې چې ملکی خلک به یې ځورول.
#الـفـتـح
د کندهار ارغستان ولسوالۍ دمرکز اړوند دسپانزو په کلي کې نن سهار د دښمن پر یوه لویه پوسته چي د اولس د آزار او اذیت سبب وه درنه تاکتیکي چاودنه تر سره شوه چي له امله یې پوسته په بشپړه توګه وجاړه شوه ـ۱۱ تنه ګوډاګیان پکې ووژل شول ګڼې وسلې او مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلي— Ahmadi (@QyAhmadi21) December 5, 2020
طالبانو په دې وروستیو کې پر ټولو هغو پوستو او د دولتي عسکرو په مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی، چې په خبره یې د «ملکي خلکو» د ځورولو سبب وي او یاهم په ملکي تأسیساتو ډیسي توپونه او هاوانونه توغوي.
نو دا د سولی خبری په قطر کی د څه په معنی؟ حکومت خو پنځه زره بندیان در خوشی کړل د همدی لپاره چی ځانمرګی وکړی؟ نور به په طالبانو څنګه اعتبار وشی. بیا طالبان وایی چی حکومت غزنی کی یو جومات شهید کړی. زه چی حکومت ووسم او طالب زما کسان په ځانمرګی شهیدان کړی او کافرو سره سوله وکړی زه به یی ټول جوماتونه او پټنځآیونه او کورونه بمبارد کړم.
طوطی خانه
جګړه به تر هغه بنده نشي تر څو فاسد او هیواد پلورونکي چارواکی په واک کې پاته وي.
غوربندی صیب: څه فکر کوی دا جهاد کوونکو کی فاسد او هیواد پلورونکی نشته؟ ګوره د الله په خاطر لږ درست فکر وکړه. هغه ملا چی ګوډ خر یی نه درلود اوس د هغه بچیان په شارجی، دوبی او مصر کی سبقونه وایی. ته د ملا ## او ځینو نورو ## ملایانو له تجارت نه څه خبر یی. ته به هم چیری د بل کره مفتخوره پروت یی. کاش چی دا جنګ د فاسدو او هیواد پلورونکو چارواکو پر ضد وی. نن سبا د قدرت په خاطر د خلکو پر وینو حکومت روان دی، نه وینی چی په قطر کی… نور لوستل »