
د امریکا کانګرس افغانستان کې د عسکرو له شمېر کمولو سره مخالفت ښودلی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا ولسمشر د نوي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستانه د زرګونو عسکرو د ایستلو اعلان کړی؛ د امریکا کانګرس یې له دې کار سره مخالفت ښودلی او ټینګار یې کړی، چې افغانستان کې باید د امریکایي عسکرو شمېر له څلور زره راټيټ نکړل شي.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، کانګرس د ۲۰۲۱ کال د ملي دفاعي جواز قانون کې د عسکرو د شمېر کمولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر صلاحیتونه محدود کړي او د تصویب شوې لایحې په اساس د عسکرو کمولو پرېکړه باید د ولسمشر تر څنګ نورې ادارې هم تصویب کړي.
د یاد قانون په اساس، ټرمپ نشي کولای په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر په بېړني ډول له څلور زره راټيټ کړي.
د امریکا د کانګرس تازه دفاعي لایحه داسې مهال تصویبېږي، چې د امریکا ولسمشر د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستانه د زرګونو امریکایي عسکرو د ایستلو اعلان کړی او ټینګار یې کړی، چې افغانستان کې د عسکرو شمېر باید ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.
ورته مهال د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم روانه ده او د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې باید ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.
طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د دوحې هوکړه د امریکا او افغانستانه په ګټه ده او له مخې یې باید امریکا او ناټو خپل ټول عسکر له دې هیواده وباسي.
The United States of America has never abide by the agreements
The history is quite clear