روغتیا

بحرین لومړی اسلامي هېواد شو چې د کرونا واکسینو کارولو اجازه یې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۹ل): نړۍ کې په لومړي وار تېره اونۍ برتانیا هېواد د کرونا واکسینو د کارولو اجازه ورکړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به پېل شي.

له برتانیا وروسته بحرین دوهم او لومړنی اسلامي هېواد شو چې په بیړني ډول یې د کرونا واکسینو د کارونې اجازه ورکړه.

د بحرین خبري اژانس د راپور سره سم د بحرین د ملي روغتیا تنظیمي ادارې (NRA) په یوه بیان کې ویلي، د امریکا د درملو جوړونې فایزر شرکت د کرونا واکسین په بیړني ډول د هغو کسانو لپاره چې د کروویډ-۱۹ ناروغۍ جدي نښې او لوړ خطر ناروغي ولري کارول په رسمي توګه منل شوي دي.

که څه هم د بحرین حکومت په بیړني ډول د یادو واکسینو د کارولو اجازه ورکړې خو لا څرګنده نه ده چې څومره خوراکه واکسین به واخلي او کله به د کارونې پروسه پېل کړي.

له دې وړاندې په نومبر میاشت کې هم بحرین د یوه چینایي شرکت سینوفارم سره د کوویډ-۱۹ پر وړاندې واکسینو موافقه کړې وه.

د امریکایي شرکت فایزر او جرمني شرکت بیونټيک له لوري چمتو شوي د کرونا واکسین باید په ۷۰ درجې منفي تودوخه کې وساتل شي، خو بحرین چې یو ګرم هېواد او شاوخوا ۴۰ درجې تودوخه لري ممکن له ستونزو سره مخ شي، البته د یاد هېواد چارواکي وایي په دې اړه یې بشپړ چمتو والی نیولی دی.

په نومبر میاشت کې د پورتني شرکتونو لخوا اعلان وشو، پر انسانانو د واکسینو له وروستیو ازموینو ثابته شوې دغه واکسین له ۹۰ سلنې زیات اغیزناک دي او ډیر ژر به د کارولو لپاره چمتو شي.

په بحرین کې تر دې مهاله د کرونا وبا له کبله یوازې ۳۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۷ زرو ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x