افغانستان

د بین الافغاني مذاکراتو ګډي کاري کمیتې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له ژمنې سره سم نن مازدیګر د بین الافغاني مذاکراتو ګډې کاري کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره کړې او د اجنډا پر څرنګوالي او جوړولو یې خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو ټویټ کې ویلي، چې په ننۍ ناسته کې د اجنډا پر څرنګوالي او جوړولو خبرې اترې شوې دي: « نن مازديګر درې نيمې بجې د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم او د مقابل لوري د مذاکراتي ټيم ګډې کاري کمېټې ناسته تر سره کړه په ناسته کې په عام ډول د اجنډا د څرنګوالي او جوړولو په اړه خبرې وشوې. او توافق وشو چې دغه ډول ناستې به دوام پيدا کوي.»

https://twitter.com/IeaOffice/status/1335224753951485952

په ورته مهال د کابل مذاکراتي ټیم ویاند نادر نادري هم د یو ټویټ په کولو سره ددې خبر تایید ترڅنګ ویلي، چې دا جلسه به سبا ته هم دائریږي.

https://twitter.com/N_Nadery/status/1335225548373680128

له بین الافغاني مذاکراتو څخه باخبره سرچینې وايي، چې د کابل حکومت مذاکراتي ټیم به هڅه کوي د تاوتریخوالي کمول او اوربند په ګډون موضوعات په اجنډا کې ورداخل کړي، په داسې حال کې چې د طالبانو مرکچي پلاوی بیا له تورلیست څخه د طالب مشرانو نومونو ایستل او د پاتې طالب بندیانو آزادولو په ګډون موضوعات به په اجنډا کې د بحث وړ وګڼي.

د بین الافغاني مذاکراتو ګډې کاري کمیټې ناسته نن د شنبې په ورځ په داسې حال کې ترسره کیږي، چې همدا نن په ولسمشر ماڼۍ ارګ کې د ګڼو سیاسي مشرانو او دولتي چارواکو په حضور کې د ملي پخلاینې شورا لومړنۍ جلسه هم دائره شوه.

د شنونکو په باور په یوه ورځ د بین الافغاني مذاکراتو ګډې کاري کمیټې او د ملي پخلاینې شورا لومړنیو ناستو څخه څرګندیږي چې د کابل حکومت مشر اشرف غني د امریکا او اروبايي ټولنې تر سخت فشار لاندې دی، ترڅو د سولې پروسې پر وړاندې د خنډونو جوړولو څخه ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx