نظــر

دېموکراسۍ ډېری افغان ځوانان له اخلاقي پلوه متضرر کړل

سید اجمل ستایلی

روزمره ژوند کې لوچکي، د خلکو ناموس پسې سرګرداني، د لهو لعب مجلسونه جوړول، نېشه او قېمار یې کار دی.

متاسفانه ډیری داسې پرېوتي ځوانان د یرغلګرو په مردارو ډالرو را لوي شوي دي، دوی رزقي حرامیان دۍ.
په اجتماعي ګناهونو فخر کوي، پخوا د ګنهکار سترګو کې هم حیا وه.

نفس یې دا نه منله چې په زنا یا بل بد عمل یې دریم کس خبر شي.

خو نن سبا ډیری ځوانان ګروهي ګناهونو ته تمایل ښیي یا هم د خپلې ګناه قېصه/کېسه خپلو ملګرو ته په فخر کوي.

د نن سبا انجوني هم ټابلیټ k کاروي، حتی په اکاډمیکو ساحو کې خرڅونکې لري او کوښښ کوي چې خپل مشتریان زیاد کړي.

او دا ټابلیټ ډیری له کېمیاوي موادو په ښکته کیفیت داخل کې جوړیږي که زهر ندي نو له زهرو کم هم ندي.
همدا ځوانان بیا چې اجتماعي شبکو ته راشي مشران ښکنځي، جهاد مجاهدت ښکنځي ځانونه وطن پرست، وطن دوست ښکاروي.

اخلاق، افغانیت یې ښکنځل دي.

بله ستونزه دا ده چې فامیلونه د خپل اولاد په څارنه کې خپل مسؤولیت نه ادأ کوي.

اولاد ته له ضرورت ډیرې پیسې ورکول جهالت دی، او د مصرف نه پوښتنه تر هغې ور تېر حماقت.

اولاد ته ډیرې پیسې ورکول کوم کمال ندی نه هم د فخر مادۀ ده.

تاسې په خپل لاس اولاد هلاکت ته ور غورځوئ، شروع یې له سګرټ او نصوار کېږي.

او دا دواړه په ۵ افغانۍ لاس ته راتلای شي، نو تاسې د ۵ افغانیو پوښتنه هم له اولاد څخه وکړئ.

په ورځنیو کارونو کې پوښتنه ترې وکړئ چې چېرته وې، چا سره وې؟

ولې ناوخته شوې؟ دوستان یې څوک دي؟ کورس کې څومره وخت تېروي اصلي وخت یې څومره دی.

په ټوله کې له هر څه یې ځان خبر کړئ.

د شپې چېرته پاتې کېدو لپاره کله هم اجازه مه ورکوئ.

رسول الله صلی الله وسلم وایي هر دین اخلاق لري د اسلام اخلاق حیا ده.

کوښښ باید وکړو چې خپله هم د حیأ په مادۀ سمبال ووسو او اولاد هم با حیأ لوي کړو.

دا دومره سر مې ستاسو په دې وخوږوو چې نن خبر دی چې د کابل څلورمه ناحیه کې درې هلکان او یوه جلۍ موټر سره یوه کانتټینر کې ننوتي سهار یې مړي را اېستلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx