افغانستان

د ټاکنيزو ناندريو د حل و فصل په موخه جان کيري کابل ته راځي

نن ټکی اسيا: د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د ټاکنيزو ناندريو د حل و فصل په موخه کابل ته راځي.

سرچينې وايي، چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما هغه مهال دا پرېکړه وکړه، چې د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د دوهم پړاو د ټاکنو د پايلو له منلو انکار وکړ.

وړمه ورځ دوشنبه د چنګاښ په شپاړسمه د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو پايلې اعلان شوې، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی ۵۶،۴۳ او ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه رايې وړې وې.

د ټاکنو د پايلو له اعلانه وروسته د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم اعلان وکړ، چې د ټاکنو پايلې نه مني.

د ډاکټر عبدالله وياند مجيب الرحمن رحيمي فرانس پريس خبري اژانس سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ پراخه درغلي شوې او دوی په دې اړه کره شواهد لري، نو له همدې امله دوی د ټاکنو پايلې نه مني.

پرون سه شنبه د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د لويې جرګې تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې و ويل، چې بې شکه، دی د ټاکنو ګټونکی دی او له همدې ځايه دا اعلان کوي، چې دی د افغانستان قانوني ولسمشر دی.

په عين حال کې د ډاکټر عبدالله پلويانو د کرزي او ډاکټر اشرف غني احمدزي په ضد شعارونه ورکول او د لويې جرګې تالار کې يې د ولسمشر کرزي لګيدلی انځور څېرې او تر پښو لاندې کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پرون د جاپان پلازمېنه ټوکيو کې خبريالانو سره په خپلو څرګندونو کې ګواښ وکړ، چې هېڅوک بايد له نا مشروعه لارو واک ته د رسيدو کوښښ ونکړي او که څوک داسې قدم پورته کوي، نو امريکا او نړيواله ټولنه به افغانستان سره خپلې هر ډول مرستې بندې کړي.

جان کيري ويلي و، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون بايد د ټاکنو د شفافيت مسؤوليت پر غاړه واخلي؛ پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د لويې جرګې په تالار کې ادعا وکړه، چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما او د بهرنيو چارو وزير جان ورسره تيليفوني اړيکې نيولي او ده ته يې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د خلکو له پاکو رايو د دفاع په موخه به خپلې هلې ځلې ونه سپموي.

جان کيري په داسې وخت کې کابل ته راځي، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرون اعلان وکړ، چې که چېرې ډاکټر اشرف غني احمدزی ګټونکی اعلان شي، نو دی به يې مقابل کې خپل موازي حکومت اعلان کړي.

نوموړي له خپلو پلويانو وغوښتل، چې څو ورځې وخت ورکړي، تر څو په دې اړه خپله کړنلاره وټاکي.

بل پلو د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي بېګا ماښام يوې خبري غونډې په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې د زورواکۍ په فرهنګ باور نه لري او هېڅوک بايد د افغان ولس د رايو مقابل کې له واکه سرغړونه ونکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د دوهم پړاو د ټاکنو لومړنۍ پايلې په پوره درناوي مني او د نهايي پايلو اعلان ته په پوره حوصله انتظار باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx