دیني، سیرت او تاریخ

جهاد، منبر او تر مینځ یې د وحدت ضرورت!(وروستۍ برخه)

حماد افغان شیرزاد

د لیکنې درې نورې برخې مخکې نشر شوي چې کتل یې اړین دي.

د رسول الله ﷺ له ټولو تعلیماتو، کړنو او ویناوو معلومیږي چې د هغوی زیاته توجو او تمرکز په اتحاد او د صف په یووالي وو، صحابۀ کرامو ته یې تل د یووالي توصیه کوله، ولې؟ چې اتحاد او اتفاق د صفونو د کامیابۍ مهم راز دی ، رسول الله ﷺ به چې نورو سیمو ته کوم والیان او د لښکر مشران استول نو د یووالي او اتحاد ټینګار یې ورته تر ټولو زیات کولو.

که تاریخ ته ځير شو په لومړي قرن کې مسلمانان د فتوحاتو په برخه کې داسې پر مخ روان وه چې نورو قومونو دا فکر کولو چې نیږدې وخت کې به مسلمانان د نړۍ حاکمیت ترلاسه کړي، خو د لومړي قرن په وروستۍ او د دوهم قرن په اوله برخه کې د خپل منځي اختلافاتو له کبله د مسلمانانو زور اوبه شو او بیا وروسته موږ د تاریخ وير لړلې ورځې ولیدلې.

د اسلامي امت په اوسنۍ وضعه او حالت باندې باید هر مسلمان ودردیږي او د دې حالت د بدلولو ژور فکر وکړي او د حل لاره یې راوباسي ، ځکه نن موږ د خپل منځي شخړو او اختلافاتو له کبله ورځ تر بلې خپلې سیمې له لاسه ورکوو او خلک مو د کفر رعیت ګرځي او د هغوی تر حاکمیت لاندې ژوند کوي او د دې حالاتو بدلول او د اسلامي امت مخکینۍ دبدبه او شان راوچتول او یو واحد مرکزیت جوړولو لپاره یو والې او اتحاد ډېر اړین دی.

نو ځکه کفار په اوسني وخت کې د قوي دسیسو او ارادو د پلي کولو لپاره په مختلفو نومونو او د بیلابیلو ادارو په مرسته د جهاد او منبر اړیکه ټکنۍ کوي او له منځه یې وړي او د همدې هدف لپاره یې په اوسني وخت کې د بلعم باعورا متبعین روزلي، کله چې هغوی په منبر او محراب ودریږي نو د حق خلک تر بې ځایه تنقید لاندې نیسي او خبرې ورپسې کوي او د ځوان او نوي نسل اذهان او افکار تخریبوي، جهاد او مجاهدین ترهګر او تروریست بولي حتی چې جهاد ته د تیري، ظلم او د یوې غیرشرعي لارې نوم ورکوي او زموږ د پلرونو او نیکونو قاتلان موږ ته زموږ خواخوږي راپیژني او د ځوان نسل افکار محوه کوي ، د حکمت او احتیاط په نوم یې ډارن او بزدله اموخته کوي.

آی زما مسلمانانو او په ځانګړې توګه علماء کرامو!
د اسلامي امت دا ژړېدلی ، کړېدلی او شړېدلی حال ګورئ، د کفر او نورو شیطان صفته قومونو دسیسې زموږ پر وړاندې دي، راځئ! د اسلامي امت دا ماته او له هر قوم څخه زېل شوې کښتۍ تر خپله ساحله په شریکه ورسوو ، د جهاد او مجاهدینو دفاع وکړو، ځوانان او نوی نسل په اسلامي ، فکري او عقیدوي تربیه ښایسته او مزین کړو، ځکه که چیرته موږ نن د جهاد او مجاهدینو دفاع پریښوده، هغوی به کمزوري شي او د هغوی د کمزورتیا له کبله به بیا په منبر او موږ هغه حالت راشي کوم چې په اندلس او بخارا راغلې وو او کوم قیامت چې په بغداد کې د دجلې او فرات سیندونه زموږ د اسلامي کتابونو او د مسلمانانو په وینو او رنګ ولړل او خدای مه کړه دا شته عزت او دبدبه هم له لاسه ورکړو او د الله پر وړاندې د قیامت په ورځ شرمینده شو.

وما علینا الاالبلاغ

د اسلامي امت د ویښتابه په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x