ټولنیزه برخه

ښه استعدادونه ډیر دي خو…«خاطره»

استاد عبد الله ګل ریان

د روسانو په مقابل کي د جهاد دوره وه، زه په جهادي دفتر کې، د مطبعې مشر وم، څو کسانو ته مو اړتیا وه چې مقرر يې کړو،خو د مراجعینو شمیره تر اړتیا ډیره سوه.

ددې لپاره چې اهل او مستحق څوک مو پیداکړی وي، د ازموينې پریکړه مو وکړه. سوالونه جوړ سول، کسان مو په مشخصه ورځ را وغوښتل.هغه ورځ او د امتحان شیبې راورسیدې.

د سوالونو پاڼې راسره او د ازموينې ځای ته روان وم. په دروازه کي زموږ د دفتر ملازم(اجیرمامور) ناست وو، راولاړسو په خواره خوله يې راته وویل:
…صاحب! زه په امتحان کې ګډون وکړم؟

ماورته وویل:څه درس دې ویلی دی؟

هغه وویل: هو! څو کاله ښوونځي ته تللی یم.

ددې لپاره چې ناهیلی نسي، په امتحان کې د کښیناستلو اجازه مې ورکړه.

په امتحان کې نژدې شپیتو کسانو ګډون کړی و،
ازموینه تېره سوه،هیئت نومرې ورکړې، پایلې يې راته راوړي.

سرسري نظر مې ورباندې وکړ، هغه اجیر مامور(ملازم،پهره دار) تر ټولو ډیرې نمرې وړې وې، مقرر سو او ښه فني شخص ورڅخه جوړ سو.

اوس چې دا فیسبوک ګورم، عجیب متفاوت استعدادونه پکې تر سترګو کیږي.

ځینې خو هسې ورته ناست وي، نه په خپله پوهیږي، نه بل ته ګوري.

که ورسره مرسته کوې، بده ورباندې لګیږي، نه يې املاء سمه وي، نه د لیکنو جوګه وي او نه د مکالمې اخلاق مراعاتولای سوای.

دا خلک معذور دي، ناپوهي يې مرکب حالت لري، دومره هم نه پوهیږي چې نه پوهیږم.

په غیرمستقیمه توګه باید ورسره مرسته وسي.
ځینې بیا نه پوهیږي، خو په دې پوهیږي او دا مني چې نه پوهیږم.

دا خلک د مرستې وړ دي، که املايي غلطي لري،دیني ،اخلاقي یاهم سیاسي تیروتنه کوي،مرسته يې حق او د هغه چا دنده ده چې پوهیږي.

همداسې هغه ماشومان چې له مجبوریته یا هسې په کرهڼه ،هټیو، نانبایانو او هوټلونو کې کار کوي، یا په ډیرانونو پلاستیکونه یا نور توکي ټولوي.

په هغوی کې هم خورا ذهین ماشومان سته، هغوی خو په خپله ګټه او تاوان نه پوهيږي، مشران ورته توجه نلري او یا اړ دي، څه نلري ،بس ملغري په ایرو کې پرتې دي.

که يې لامل هر څه وي خو مستحق کسان دي چې باید د زده کړي زمینه ورته برابره سي.

په تیره هغه ماشومان چي د هجرت په نا خوالو کي ،په کم عمر، داسې سخت کارونه کوي یا هم د سوال لاس يې نورو ته نیولی وي، ښه ذهن او استعداد به لري خو د ژوند اساس يې په داسې څه ایښودل شوي وي چې عمر به يې یا په طمع او د بل لاس ته په کتلو تیریږي او یا به په داسې هرزه او بې ګټي کارونو اخته وي چې د استعداد وړ يې نه وي.

زه خو چې همداسې کسان وینم او هیڅ مرسته مې ورسره په وس کې نه وي، نو یوازې دا سوال کوم چې:

ای ربه! ما او موږ ته ،د بهرنیانو د تبشیري او تنصیري شبکو له اړتیا پرته دا وس ،نیت او همت راکړې ترڅو د همداسي ماشومانو د ستونزو په حل کې برخه واخلو او هغوی د دې جوګه سي چې له خپلو همزولو سره په مدرسه، ښوونځي او مکتب کې د استاد مخته، د درس ویلو لپاره کښیني او دا کار الله تعالی ته سخت نه دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx