ټولنیزه برخه

د شا پېټي وغورځوئ!

میراحمد یاد

کتاب: ژوند زده کړه؛ ژوند وکړه!

دوه ملګري په لاره روان وو، د سیند غاړې ته ورسېدل، یوه ښځه ولاړه وه، یوه ملګري ښځه په شا کړه او له سینده یې پورې ویسته، دواړو ملګرو خپل مزل کاوه، ښاېسته شېبه وروسته ورته یوه وویل: ته باید هغه پردۍ ښځه نه وی په شا کړې.

بل ملګري ورته وویل: ما خو له سینده پورې ویسته او ښکته مې کړه، خو تا اوس هم په شا کړې ده.

د تېر ژوند ستونزې، شخړې او بدۍ هم داسې دي. زیاتره خلکو د یوه انسان یو بد کار یا بده خبره ټول عمر په شا کړې وي، چیرته چې موقع پیدا کړي، له تېر ژونده شکایتونه پیل کړي او دومره په کې ډوب شي چې اوسنی او راتلونکی ژوند ترې هېر وي.

له خپلو اوږو د دغه دروند بار ښکته کولو لپاره د تېر ژوند ځینې ترخې هېرې کړئ او چا چې درسره بد کړي و یې بښئ.

هغو به یو ځل ستاسې په زړه یوه چاړه خښه کړې وي، خو تاسې هغه چاړه اوس هم ګرځوئ او هره ورځ یې تازه تازه په خپل زړه خښوئ، دا چاړه وغورځوئ چې زخمونه مو را ډک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx