نظــر

پوډري/شفيع اعظم اورياخېل

شفيع اعظم اورياخېل

یوه ورځې لېني ټکسي کې کېناستم.

د سورلۍ ډکولو لپاره یوه معتاد ځوان چیغې وهلې “پل باغ عموي، ده افغانان…”!

د موټر له ښیښې مې نعره وهونکي ځوان ښکلا او بیا د نشو له امله سترګو لاندې تورو حلقو ته په کتو چورتونو کې ډوب وم.

ځوان هر نفر ته په کتو هغه تر موټره بدرګه کاوه او په ډیر درنښت به یې ورته دروازه خلاصه کړه څو ژر موټر ډک او بیا خپل پنځه افغانۍ مزد له ټکسیوان واخلي.

سورلۍ چې څرنګ پوره شوه پوډري ځوان په خندا او هیله مندو سترګو په منډه د ډرایور کړکۍ ته ودرېد. د لاس یخ وهلې ګوتې یې د خولې په پوکي چوف او کوف کړې او بیا یې په هیله منده مسکا سر راټیټ کړ او استاد ته یې کړل زما پنځه افغانۍ!

ډریور په ډیره بېرحمي دروازه دومره په زوره بیرون خوا پورې وهله چې پوډري ځوان تخته په شا وغورځېد. ډریور دروازه بېرته بنده، ښیښه پورته او د موټر اکسلیټر ته پونده ورکړه او په عقب ښیښه کې په زمکه پروت پوډري ته همداسې کتل او رفتار کی یې ښکنځلو سره ویل چې:
“زن تو پودري ره، تو پیسه هم میګری….!”
موټر حرکت وکړ او ټولې سورلۍ په خندا سره ډریور بدرګه کړ چې:
“ها برای اینا یک روپه هم نتین پدرنالتا کلی روز پودر میزنه”.

چې څرنګ موټر لږ مخته ولاړ ما استاد ته مخ واړوه.

– استاده ولې دې د هغه ځوان مزد ورنکړ؟ ولې دې په داسې بېرحمۍ ټېل واهه؟!

– ډرایور کړل چې دا د سپي زامن پیسې اخلي او بیا پرې پوډر وهي.

– استاده ته خبر یې دوی اوس ناروغان دي؟ پدې پوهېږې چې دا پوډر دویته د سختو دردونو د تسکین حیثیت لري؟ پوهېږې چې دا د ځان درد دومره شدید وي چې تسکین لپاره یې دوی په سره ژمي کې حاضر دي د خپل تن جامې خرڅې کړي؟ حتا په سخته لوږه کې د درد له ډیره زوره ډوډۍ پر ځای همدا مواد اخلي؟ چې نور هیڅ نه وي همدې موادو لاسته راوړلو لپاره حتا غلا ته مخه کوي؟ ایا ته پدې هم پوهېږې چې دا پوډر وهل یې له مستۍ شروع کړي او که ایران یا دلته د پوډرو کاروباریانو د دوی د اعتیاد په موخه مواد پرې ډوډۍ یا بل شي کې وهلي چې روږدي شي او د دوی کاروبار ته مشتریان پیدا شي؟!

زما له دې ضربتي پوښتنو سره ټول موټر سکوت په سر اخیستی وو. ډریور زما د خبرو تر خلاصېدو یو څه وخت خاموش وو. پسې شروع شو ویل یې هو ما لیدلي چی دوی د تن جامې هم پلوري، بوټان. حتا یې هېره وي خو لکه لېوني ماران د خپل درد تسکین لپاره د دوا او نشې په لټه وي. چې هیڅ ونلري غلا کوي، چې ګېر شي خلک یې هم دومره و وهي چې وینې پرې را ړنګې شي. موږ د دوی درد نه حس کوو خو بالایي بد چلند. خو اوس متوجه او دا درد می قلبا حس کړ. عینا لکه څو لحظې چې زه په همدې مرض اخته شوی یم. هو ما اورېدلي چې د پوډرو کاروباریان په ډیر هنر او سلو پلمو روغ ځوانان په نا اګاهانه ډول په نشو روږدوي او خپل کاروبار ته پدې ډول وده ورکوي….

ما یې خبرې پرې کړې ورته کړل مې چې دې ځوان له تا سره سورلۍ ډکولو کې ستا پر ځای چیغې و وهلې، حلاله مشروع لار یې خپل دغه افت او دردونو دفعې لپاره اختیار کړې وه، خو تا ورسره څه وکړل؟

ډریور چورتونو کې ډوب مایوس ښکارېده. په غمګین ورو اواز یې و ویل چې زړه مې سخت مات شو. بېرته راځم د همدې ځوان ټنډه ښکولوم، مزد یې څو چنده ورکوم او بخښنه ترې غواړم، هسې نه خدای مې سخت ونیسي او یا زه د دې مصیبت ښکار شم.

ما خبرې بس کړې او دې صحنې شېبه په شېبه ځورولم. د موټر نورې سورلۍ هم نور هیڅ ونه وېل. خاموشه فضا کې ټول د خپل مزل پر لور رهي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx