روغتیا

روسیې د کرونا واکسینو د ویش لړۍ پېل کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): اوسمهال په نړۍ کې څو ډوله واکسینونه په بېلا بېلو هېوادونو کې د درمل جوړونې شرکتونو او د څيړنیز مرکزونو له لوري د استعمال لپاره چمتو شوي دي چې د ځینو له لوري په بیړني ډول د کارونې اجازه هم ورکړل شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د روسي روغتیایي چارواکو له خولې ویلي چې د شنبې په ورځ د دغه هېواد په ۷۰ روغتونونو کې چیرته چې د واکسین مرکزونه جوړ شوي په لومړي ډله ایز ډول د کرونا واکسینو د ویش لړۍ پېل شوې ده.

د روسیې واکسین جوړونې ټیم ویلي، دغه واکسین به د حکومت له لوري وړیا ورکول کیږي چې ډاکټران او نور طبي کارمندان، دغه راز ښوونکي او ټولنیز کارمندان به لومړیتوب ولري، ځکه چې دوی د کوویډ-۱۹ ناروغۍ څخه زیات اغیزمن کېدونکي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین راتلونکې اونۍ په ټول هېواد کې د کرونا واکسین استعمال د پېلولو لړۍ امر کړی دی.

د راپورونو له مخې د حکومت له اعلان وروسته په ۵ ساعتونو کې له ۵ زرو زیاتو کسانو د واکسین ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

د روسیې د روغتیا وزیر میکایل مراشکو ویلي چې روسیې لا دمخه له ۱۰۰ زرو زیاتو کسانو ته چې ډیر خطر یې درلود واکسین ورکول شوي دي.

روسیې د دولت په کچه د کرونا ضد د «سپوتنیک وي» پر نوم واکسین چمتو کړي دي، چارواکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې ددوی د واکسین پایلې ۹۵ سلنه اغیزناکې ثابتې شوي دي او هیڅ منفي اغیز نه لري.

روسیې ۲ میاشتې وړاندې د کرونا واکسینو د جوړولو اعلان کړی و، خو نړیوالو کارپوهانو ددوی له لوري د واکسینو په پراختیا کې د روسیې سرعت په اړه شکونه څرګند کړي دي.

د روسیې حکومت وایي، دوی پلان لري ددې میاشتې تر پایه پورې تر ۲ ملیونو وګړي واکسین کړي.

په روسیه کې لا هم هره ورځ له کرونا څخه د ورځې شاوخوا ۵۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې ورځنۍ پېښې نږدې ۳۰ زره شاوخوا ثبتیږي.

اوسمهال دغه هېواد کې ۲ نیم ملیونه کسان په کرونا اخته شوي او له ۴۸ زرو زیات یې مړه کړي دي، چې نړۍ کې د زیاتو پېښو سره په څلورم نمبر هېواد دی.

د یادونې وړ ده، د روسیې د سپوتنیک واکسینو څخه وړاندې د امریکایي او جرمني شرکتونو په ګډه د کوویډ-۱۹ ضد واکسین چمتو کړي، چې برتانیا او بحرین یې په راتلونکې اونۍ کې د کارونې اجازه هم ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx