ورزش

په هسپانوي لیګ کې د برسلونا ناکام سفر، له قادیز لوبډلې یې هم ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د برسلونا کلب فوټبال لوبډلې د هسپانیا لیګ په روان فصل کې خپله څلورمه ماتې هم ومنله او په ۱۲ پواینټونو توپیر سره له مشرۍ لرې شوه، چې په تېرو څو لسیزو کې د یاد کلب لپاره تر ټولو بدترین پېل دی.

په دې لړ کې برسلونا لوبډلې د قادیز لوبډلې پر وړاندې سیالي درلوده چې په ۲-۱ یې ماتې ومنله، قادیز لوبډله چې له ډيرې وقفې وروسته لالیګا لیګ ته راستنه شوې له دې وړاندې یې په روان فصل کې ریال مدرید لوبډلې ته هم ماتې ورکړې ده.

د برسلونا او قادیز لوبډلو ترمنځ په دغه لوبه کې د قادیز له لوري په ۸مه او ۶۳مه دقیقه کې ګولونه ووهل شول، د برسلونا له لوري د جورډي البا په مرسته په۵۷مه دقیقه کې ګول ووهل شو چې په همدې پایلې سیالي پای ته ورسېده.

قادیز لوبډله وتوانېدله ۲۹ کاله وروسته برسلونا لوبډلې ته ماتې ورکړي. دغه لوبډله په ۱۸ پواینټونو سره پنځم مقام ته ورسېدله، په داسې حال کې چې برسلونا په ۱۴ پواینټونو سره په اووم مقام شتون لري.

برسلونا لوبډله اوسمهال په هسپانوي لیګ لا لیګا کې ۷م مقام لري، دوی په خپلو لسو لوبو کې ۴ بریاوې، ۴ ماتې او دوه لوبې مساوي کړي دي، د اوساسونا، ریال مدرید، خیتافې او اتلاتیکو مدرید پر وړاندې یې ماتې منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x