نړۍ

سوریه: دسوریی ځواکونو ددیرزور په کلی کي پنځه مسجدونه شهیدان کړه

mosque_in_Syria(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۳) دسوریی دانقلابیانو دیووالی دټولني غړي په سوریه کي له دیر زور څخه خبرورکړي دی چي دسوریی امنیتي چارواکو په دي وروستیو کي یواځي په دیر زور کي پنځه مسجدونه په شهادت رسولي دي، نوموړي زیاته کړه تیره ورځ  کله چي خلګو ددیر زور په مرکزي مسجد کي لمونځ کاوه امنیتي ځواکونه راغله او مسجد ته څیرمه یی خپلي شوبلی ځاي پرځای کړي، کله چي خلګ دجمعي مبارکي له لمانځه څخه فارغه شول، ځواکونو مسجدتراور لاندي راوستي اوشهید یی کړ.

محمد الفراتي وویل دمسجد له شهادته څخه وروسته امنیتي چارواکو پرلمونځ کونکو ډزي وکړي، لمونځ کونکي چي کله دډزو له کبله تیت اوپرت شول، عسکرو یی موټرسایکلو ته اورونه واچول نوموړي زیاته کړه داهغه موټرسایکل وو، چي لمونځ کونکي له لري ځایونو څخه دجمعي دلمانځه داداکولو لپاره ورباندي راغلي وو.

الفراتي له العربیه تلویزیون سره دخبرو پروخت وویل امنتي چارواکي دمسجدونو دشهادت پرمهال هیځ ویره اوخوف نه محسوسه وي، یواځي په دیر زور کی یی تراوسه پوري پنځه مسجدونه شهیدان کړي دي.

الفراتي وایی په سوریه کي لدي څخه علاوه چي فوځ اوپولیسو په مظاهره کونکوپسي وسلي راپورته کړی، بلکه دارنګه  نور فوځ اوپولیسو ته ورته ډلي هم مسله شوی دي ترڅو مظاهره کونکي وځپی، نوموړي زیاته کړه مظاهره کونکي هغه څوک دي چي سولیز لاریونونه کوي اولوڅ ځیګرونه راوتلي دي اوخپلو مظاهروته دوام ورکوي که څه هم دنړی ټول ځواکونه یی ومخي ته راوځي.

له بله لوری دسوریی دانقلابیانو دیووالي ټولني دفترخبرورکړي دي چي دسوریی ځواکونو تیره ورځ هغه وړوکي جزیره چي ددیر زور خلګ ورته مهاجرشو وو،‎ ترهدف لاندي راوسته، دغه جزیره چي دالحوریجه به نامه سره یادیږي، اودیر زور ته څیرمه پرته ده په دی ورستیو کي ددیر زور ځینی اوسیدونکي دویري له کبله ورته هجرت کړي، نوموړي زیاته کړه نړیواله ټولنه باید د الحویجه دجزیري وخلګو ته پام واړوي، ځکه  دغه خلګ  په ډیرسخت بحراني حالت کي ژوند کوي.

دانقلابیانو ټولني زیاته که پرون دجمعي ورځ دسوریی دځواکونوله لوري له ۲۰ څخه زیات لاریون کونکي شهیدان شوی دي چي دغه سلسله لا تراوسه پوري دوام لري.

تیره ورځ مظاهره کونکو د(لن نرکع الاالله)یعني له الله څخه بغیر بل چاته نشو په ګونډو کیدای) په نامه سره مظاهره پیل کړی وه چي یوځل بیا دسوریی دځواکونو له لوري ورباندي مرګوني بریدونه وشول،

بخت الرحمن بخت………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x