روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: واکسین د کرونا ورکېدو په معنا نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان د تیرې جمعې په ورځ یو وار بیا خپل خبرداری نوی کړ چې واکسینونه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ورکېدو په معنا نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس ویلي، په دې وروستیو کې د کرونا واکسین په برخه کې پرمختګ مثبت ګام دی، مګر سازمان اندیښنه لري چې دا خبرونه د خلکو ترمنځ د کرونا ناروغۍ د پای ته رسېدو د احساس لامل شوی دی.

«په واکسینو کې پرمختګ موږ ټولو ته مثبته قوه راکوي چې په مرسته یې موږ کولی شي د تیارې په تونل کې رڼا ووینو، مګر په دې اړه د روغتیا سازمان اندېښمن دی چې د خلکو ترمنځ د کرونا ناروغۍ د شتون احساس له منځه وړل کیږي.

تیدروس زیاته کړه چې د وبا ناروغي له منځه تلو ته لا هم اوږده لار پاتې ده، اوس دا په اشخاصو او دولتونو پورې اړه لري چې پریکړې یې په لنډ مهال کې خپله لاره مشخصه کړي او کله به پای ته رسیږي.

«دا یو ستونزمن کال و او خلک یې ډير ستړي او ناهیلي کړل، مګر په روغتونونو کې چې ډاکټران او طبي کارکوونکي په کوم لوړ ظرفیت سره کار کوي څنګه چې لیدل کیږي له هغې زیات ستوزمن دی».

په دې تړاو د روغتیا سازمان د بیړني برنامې اجرایوي مشر مایک راین وویل، واکسین د کوویډ-۱۹ ناروغي د صفر معنی نه لري، او نه هم دا واکسین یوازې اړین کار سر ته رسولی شي».

باید وویل شي چې نړۍ تر دې دمه د کرونا ویروس له ۶۶ ملیونو زیاتې قضیې ثبت کړي په داسې حال کې چې ۱ ملیون او ۵۱۹ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx