ورزش

نیمار: غواړم راتلونکی کال په هر صورت له میسي سره یوځای شم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د برازیل هېواد ملي لوبډلې نامتو ستوري نیمار یو وار بیا په فوټبال کې خپله ارزو څرګنده کړې چې غواړي د میسي سره یو ځل بیا یوځای لوبه وکړي.

د پاریس سان جرمان مخکښ لوبغاړي د نړۍ مشهور ستوري لیونل میسي سره یوځای په برسلونا کلب کې څلور بریالي کالونه تېر کړل، خو غواړي یو وار بیا له هغه سره یوځای شي.

که څه هم نیمار نه دي په ډاګه کړي په کومه لوبډله کې به له میسي سره یوځای شي، خو داسې ګنګوسې دي چې ممکن لیونل میسي د روان فصل په پای کې برسلونا لوبډله پریږدي.

د چهارشنبې په ورځ د چمپینز لیګ ګروپي سیالیو په لړ کې مانچسټر یونیټډ لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته نیمار وویل: «څه چې زه تر ټولو ډير غواړم هغه د میسي سره یوځای کېدل دي، تر څو هغه سره یوځای له لوبې خوند واخلم».

نیمار زیاته کړې، «هغه (میسي) کولی شي زما په ځای کې ولوبیږي، زه ډاډه یم هغه به هیڅ ستونزه ونه لري، زه غواړم د هغه سره بیا لوبه وکړم او زه ډاډه یم چې راتلونکی فصل موږ دا کار ترسره کړو».

۲۸ کلن نیمار وکولی شول خپله لوبډله د ۲۰۱۹م کال اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته ورسوي، خو په پایلوبه کې یې له بایرن مونشن لوبډلې څخه ماتې وخوړله.

نیمار د ۲۰۱۹م کال د پېر او پلور پرمهال په زغرده خپلې لوبډلې پي ایس جي ته وویل چې نه غواړي نور په دې لوبډله کې ولوبیږي، او لویه ارزو یې دا ده چې یو وار بیا د لیونل میسي سره یوځای شي.

هغه مهال برسلونا لوبډلې په بېلا بېلو لارو کوښښ وکړ نیمار خپل کړي خو د پي ایس جي غیر عادي غوښتنو او لوړې بیې دغه تړون ودراوه، دغه راز د ۲۰۲۰م کال پرمهال برسلونا لوبډله د کرونا وبا له کبله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړه چې ویې نشو کړای د نیمار پر سر د پېر تړون وکړي.

لیونل میسي چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې يې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي نه ده خپله کړې، له اوږدې مودې غوښتل په لوبډله کې نیمار له ځان سره ولري او دغه اتلولي خپله کړي، خو ددې لوبډلې ناسم مدیریت هغه ته ددې انتخاب اجازه ورنکړه.

د میسي ناهیلیتون آن تر دې وغځېد چې د ۲۰۲۰م کال فصل په پېل کې یې د برسلونا لوبډلې د پریښودو پریکړه وکړه، مګر ددغه لوبډلې مشر جوسیف برتامیو هغه ته د تلو اجازه ورنکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx