نړۍ

سعودي: د قطر په شمول د خليجي هېوادونو بحران به ژر حل شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سعودي د بهرنيو چارو وزير شهزاده فیصل بن فرحان ويلي، د قطر سربېره د ټولو خليجي هېوادونو بحران به ژر حل شي او په لنډ وخت کې به يوې هوکړې ته ورسيږي.

له قطر او نورو عربي دولتونو سره د روان بحران په اړه شهزاده فیصل بن فرحان د بحرين پلازمېنې مناما کې امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال د خليجي بحران د حل په اړه خوشبيني ښکاره کړه.

تېره ورځ د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد عبدالرحمن آل ثاني هم ويلي و، چې د خليجي بحران د حل لپاره هيله‌من دي.

سعودي او قطر دواړو په دې اړه د کويت د هڅو او فعاليتونو هرکلی کړی دی.

د قطر او سعودي د بهرنيو چارو وزیرانو ويلي، د کويت سربېره امريکايي چارواکو هم د خليجي بحران د حل لپاره هلې ځلې پيل کړي او دوی يې درناوی کوي.

فیصل بن فرحان ويلي، ټول لوري داسې يوې هوکړې ته نږدې شوي، چې د ټولو ګټې په کې خوندي وي او په لنډ وخت کې به دا هوکړه لاسليک شي.

په واشنګټن کې يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د دواړو لوريو ترمنځ عارضي هوکړه تياره شوې او په لنډ وخت کې به لاسليک شي.

تر دې وړاندې د کويت امير شيخ نواف الاحمد جابر الصباح د تېرې جمعې په ورځ په دې اړه د پرمختګ خبر ورکړی و.

د کويت امير ويلي و، چې د دغې هوکړې د عملي کولو لپاره ټول لوري د زړه له کومې کار کوي، تر څو خليجي هېوادونه په خپلو کې باثباته او ارام ژوند وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ويلي، چې واشنګټن د خیليجي بحران د حل لپاره هيله‌من دی.

د قطر او سعودي د بحران شاليد

د يادونې وړ ده، چې سعودي، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر د ۲۰۱۷ کال په جون کې له قطر سره هر ډول ډيپلوماټيکې او سوداګريزې اړيکې پرې کړي او ټولې هوايي، ځمکنۍ او سمندري لارې يې وسره تړلي دي.

دغو هېوادونو له قطر څخه غوښتي و، چې د فلسطين حماس ډلې او ایران سربېره بايد له ټولو وسله‌والو ډلو سره اړيکې پرې کړي، خو قطر دغه ټول تورونه رد کړي وو.

کويت او امريکا له پيله د دې بحران لپاره له پيله هلې ځلې پيل کړي دي.

تېره اونۍ د سپينې ماڼۍ سلاکار او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم جيريډ کوشنر هم سعودي ته تللی و او له سعودي چارواکو يې د خليجي بحران د حل غوښتنه کړې وه.

قطر په خپل رسمي دريځ کې ويلي، چې له هر ډول شرط پرته د خليجي بحران د حل لپاره خبرو ته تيار دي، خو دا يې نه دي ويلي، چې د سعودي په مشرۍ د پرېکون کوونکو هېوادونو غوښتنې به ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx