د روژې مبارکه میاشت

د روژې یوولسمه تحفه

درنو لوستونکو ، د روژې د مبارکی میاشتی لومړنۍ (یعنی د رحمت ) لسیزه تیره سوه اودا ده نن دوهمه ( یعنی د مغفرت ) لسیزه پیل سوه . انسان خصوصأ مسلمان او مهمه لا دا چی افغان هیڅ د خطا څخه خلاص نه دی . موږ او تاسی ضرور د لږ یا ډیری ګناه مرتکب کیږو . څنګه چی دا د مغفرت لسیزه ده ، شیطانان ټول تړلی دي او الله تعالی عفو ، بخښنه او مغفرت لوروي ، نو څومره به ښه وی چی د رحیم او کریم خدای څخه بخښنه او مغفرت وغواړو تر څو هغه ذات مو وبخښی . حدیث دی چی که څوک مغفرت و نه غواړی هغه به ډیر بد نصیبه انسان وی . نو غوره دا ده چی استغفار ووایو په تیره بیا « استغفرالله رب من کل ذنب و اتوب الیه » ډیر ووایو . الله تعالی فرمایی چی بېشکه نیکۍ بدۍ له منځه وړی . اودا هم یوولسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام  ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

عبادت د بل لپاره

له یوه عالم نه چا پوښتنه وکړه چی یوه ښځه ډیر زیات عبادت کوي ، د ورځي یې روژه وی او د شپې لمونځونه او تلاوت کوي ، خو له بده مرغه چی غیبت هم ډیر کوي ، د دې ښځی حالت څنګه بولئ ؟

عالم ورته وویل : داسي بریښی چی دا ټول عبادتونه د نورو له پاره کوي .
هو ، د دغسی مسلمانانو نیک اعمال د غیبت په واسطه داسی خوړل کیږی لکه وَینه ( موریانه ) چی لرګی خوری .
یو چا حسن بصري (رح) ته داسی وویل : فلاني شخص ستا غیبت کاوه . حسن بصری (رح) هم د دې خبری په اورېدو سره د تازه خرماوو څخه ډکه سَوَده ( سبد ) هغه ته وروړه او داسی یې ورته وویل : خبر سوم چی خپلی نیکۍ دی ما ته رابخښلی دي ، نو د هغه په عوض کی دغه معمولی خدمت لطفأ قبول کړه او دا چی نسم کولای ستا نیکۍ ټوله جبران کړم نو معذرت غواړم .
هغه سړی پوه سو چی د ده غیبت یې کړی دی او دا یې بدله ده . بس له همدې شېبې څخه له غیبته بېزاره او نور نو اصلاح سو .
خو موږ او تاسی وینو چی ډیرﺉ کسان د غیبت داسی معتاد سوي دي لکه د سګریټو یا نسوارو . تقریبأ هیڅ داسی مجلس ، محفل ، غونډه او میلمستیا به و نه وینو چی له غیبته خلاص وی .  نو الله دي زموږ ټولو ښه اعمال نه ضایع کوي ، او داسی نه چی تر سره کړئ عبادت او ګټلیً ثواب مو وړیا بل ته ورکړو او په بدل کی یې الهی عذاب واخلو .

هوښیار څوک دی ؟

دغه پوښتنه که نن ورځ زموږ او ستاسي څخه وسي ډول ډول ځوابونه به ووایو او هم به یې واورو . خو راځی چی د رسول الله (ص) بلیغ او جامع ځواب واورو : د حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روایت دی چی وايي زه د رسول الله (ص) په مجلس کي حاضر وم چي د انصارو څخه یو نفر ولاړ سو او ویې ویل : یا رسول الله (ص) ! په خلکو کي څوک ډېر هوښیار او د حِکمت خاوند دی ؟ رسول الله (ص) وفرمایل : هغه څوک چي مرګ ډېر یادوي او هغه څوک چي د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وي ، دغه خلک هوښیاران دي ځکه دوی د دنیا شرف او د آخرت کرامت یووړ .
سبحان الله ! دا څومره بشپړ او جامع ځواب دی . که موږ ښه فکر او سوچ وکړو دغه ځواب دوه اړخه لري : یو دا چي ( مرګ ډېر یادوي ) ؛ دا معلومه خبره ده هر هغه څوک چي مرګ یادوي هغه انسان هیڅکله شر او شرارت نه پېښوي ، خو یواځي د شر نه پېښول د ټولني د خوشبختۍ او نیکمرغۍ لپاره کفایت نه کوي نو د ځواب دوهم اړخ ته متوجه سیً چي فرمايي ( او هغه څوک چي د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وي ) ؛ د مرګ لپاره آمادګي په څه شي نیول کیږي ؟ په عدل ، په صدق ، په ښو اخلاقو ، یو د بل سره په مرسته کولو ، د مور او پلار ، همسایه ، اقرباوو د حقوقو په مراعتولو ، حلاله نفقه خوړلو او نورو صالح عملونو سره داسی چمتوینه نیول کیږی .  نو که واقعاً هر انسان د شر او شرارت څخه ځان وساتي او هم دغه ذکر سوي صالح عملونه په ځان کي پیدا او عملي کړي ، ټولنه به مو څومره نېکمرغه ، هوسا او آرامه وي ، او آخرت به مو هم انشاالله کامیاب وي .

لیکوال : نثار احمد صمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x