افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمی خلیلزاد او طالب چارواکي له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو په تړاو غږېدلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته تللی او هلته یې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د رییس «ملا برادر اخند»، د طالبانو د مذاکراتي ټيم له مشر «شیخ عبدالحکیم» او وسره پلاوي سره د افغان سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» وایي، په دې لیدنه کې دواړو پلاوو د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اهمیت خبرې کړي او تر څنګ یې د افغان سولې د مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه هم غږېدلي.

د نعیم په خبره، په دې لیدنه کې له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو او د پاتې بندیانو د ازادۍ په اړه هم خبرې وشوې.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيم تر منځ په روانو مذاکراتو کې پرمختګ تر سترګو شوی او د کابل ټیم قانع شوی، چې د طالبانو او امریکا توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث ومني.

بل لور ته له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو په ژمنه د طالبانو ټینګار داسې مهال دی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس امریکا باید د  ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د طالب مشرانو نومونه وړاندې کړي وای او د یادې شورا له غړو سره یې ګډ کار کړی وای، تر څو د طالب مشرانو نومونه له تور لست څخه وباسي؛ خو تر دې دمه لا هم په دې برخه کې کوم د پام وړ ګام نه دی اخیستل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx