افغانستان

امریکا د «ملي پخلاینې عالي شورا» له لومړنۍ ناستې هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې د لومړنۍ ناستې له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا کار یې د سولې لپار مثبت ګام بللی دی.

پومپیو په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي: «مونږ د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې د لومړنۍ ناستې هرکلی کوو. دا د سولې هڅو لپاره یوه جامع او معتبره ده. دا پرمختګ لپاره یو بل مثبت ګام دی.»

د پومپیو ترڅنګ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ددې غونډې د جوړېدو هرکلي سربیره دا ګام د سولې خبرو د پرمختګ لپاره مهم ګڼلی دی.

خلیلزاد دغه راز په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د کاري ټیمونو لومړنۍ ناستې د اهمیت په هکله هم داسې لیکلي: «د سولې د تړون د شرایطو، د واک ویش، او له طالبانو سره د تلپاتي او هراړخیز اوربند د مذاکراتو په لړ کې به دغه کمیټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره یو واکمن بنسټ وي.»

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ملي پخلاینې عالي شورا او په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د ګډې کاري کمیټې لومړنۍ ناستې ترسره شوې، چې په کور دننه او بهر د ګڼو افغانانو او نړیوالو لخوا یې هرکلی شوی او د سولې خبرو د پرمختګ لپاره یې ددغو ناستو د دوام غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د کابل اداره او امریکایان به اوس خامخا د اوربند موضوع رامخته کوي،،، زما وړاندیز دی چې طالبان وروڼه تر هغه اوربند ته غاړه کښېنږدي تر څو چې امریکا او کابل ادارې لاندې اقدامات نه وي تر سره کړي: 1- د ټولو بندیانو ازادي 2- طالبانو ته په رسنیز ډګر کې د بیان د ازادی حق تر څو په نړیواله کچه د هغوی سوله ضد عاصرو پر وخت ځواب او سپیناوی وکړی کوم چې خپل شوم اعمال په طالبانو تپي 3- له تور لیست څخه د طالب مشرانو دایمی ایستل 4- د امریکایانو او کابل ادارې له خوا درې میاشتې… نور لوستل »

طوطی

غوربندی ته: سلامونه ومنه. زه د کابل د حکومت او د طالبانو کس نه یم. ۱- طالبانو د پنځه زرو طالب زندانیانو د ایله کولو په مقابل کی څه وکړل؟ هغه زندانیان ډیری یی بیرته د جنګ محاذ ته ولاړل او د کابل اداری سره جنګیږی. ۲- دوهم شرط دی قبول، باید د اجرا وړ وګرځی. ۳- تور لست دی هم قبول خو پدی شرط چی طالبان د اوربند ظمانت ورکړی چی چل ول او فریب پکی نوی. ۴- څلورم شرط د هم باید د اجرا وړ وګرځی. زه خو صرف ستاسو په یوه شرط ملاحظات لرم او هغه د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx