افغانستان

کابل ښار کې د نظامي محکمې رئیس وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له ۴۸ ساعتونو په لږه موده کې د کابل ښار په مختلفو برخو کې د نظامي محکمې د رئیس پ ګډون ۲ څارنوالان وژل شوي دي.

د کابل ښار د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا ۸ بجې او پنځلس دقیقې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «ده عربانو» سیمه کې د «پامیر فیضان» په نوم یو نظامي څارنوال په داسې مهال د وسله والو تر برید لاندې راغلی چې له کور څخه د دندې پر لور د حرکت په حال کې ؤ.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې په نښه شوی څارنوال ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ولایت د نظامي محکمې د ریاست څارنوال پامیر فیضان د فیض محمد زوی د ناپېژاندو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

په یوه جلا پېښه کې د جمعې په ورځ ماسپښين د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې ناپېژاندو وسله والو د سترې محکمې عضو څارنوال سید عبدالجلیل عفیفي په ډزو وژلی دی.

د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې بریدګرو څارنوال «عفیفي» په داسې مهال وژلی چې له جومات څخه د کور خواته روان ؤ.

د کابل امنیه قومندانۍ او د سترې محکمې ویاندویانو تراوسه ددې پېښې په  هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx