
راتلونکی کال د بلجیم ټول عسکر له افغانستانه ویستل کیږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): بلجیم اعلان کړی چې راتلونکي میلادي کال کې به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي.
د بلجیم دفاع وزیرې «لودیون دیدونر» پرون د شبنې په ورځ «لیمبرګ» ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې ویلي، چې هېواد یې د راتلونکي ۲۰۲۱م کال په اوږدو کې له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو ایستلو لپاره تیاری نیسي.
نوموړې زیاته کړې، د عسکرو له ویستلو مخکې به خپلو متحدانو سره یو لړ تړونونه کوو، ځکه یوازې زمونږ د پوځي سامان آلاتو ویستل درې میاشتې وخت غواړي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ د بلجیم دفاع وزارت له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو پلان ددغه هېواد کابینې او وروسته پارلمان ته وړاندې کړي.
دا مهال ۷۰ تنه بلجیمي پوځیان د افغانستان په شمال کې د ناټو تر چوکاټ لاندې شتون لري، چې زیاتره یې په مزاشریف کې د جرمني عسکرو تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.
که څه هم تردې وړاندې د بلجیم دفاع وزارت ویلي ؤ، چې خپل عسکر به د ناټو ټلوالې د پرېکړې مطابق له افغانستانه وباسي؛ خو اوس یې په دامهال له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو نیټه اعلان کړه، چې ناټو ټون لاهم افغانستان کې د خپلو پوځیانو په پاتې کېدو باندې ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له بلجیم وړاندې فنلینډ هم له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو اعلان کړی ؤ.
ددې ترڅنګ امریکا هم د روان کال تر پایه افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته د راټیټولو اعلان کړی او تمه کیږي چې د راتلونکي کال تر اپریل میاشتې به ټول بهرني عسکر له افغانستانه وویستل شي.