لیکنېنظــر

له جګړې وروسته افغانستان

شفيع اعظم اورياخېل

څلوېښت کاله افغانستان په عموم خو ځینې سیمې بیا په خاص ډول تر سور اور لاندې وې.

د مثال په توګه که و وایم بامیانو او پنجشیر کې روسانو هم بمبارد ندی کړی او امریکا هم پکې یو کاړتوس ندی خالي کړی، خو کندهار او لوګر بیا د دواړو د اور محراق وو.

له بده مرغه څلوېښت کاله او خصوصا تېر نولس کاله هغه څه وو چې یو نسل پکې را وټوکېد او اوس د جګړو ځپلو او مقابل کی یې د امنو سیمو افغان تر منځ لوی فکري، تعلیمي او تخنیکي واټن پروت دی.

له امن نه برخمن افغان په همدا نولسو کالو کې له تعلیمي فرصت، نړیوالو مرستو او حکومتي ملاتړ نه په استفاده په داخل او بهر کې تعلیمونه او زده کړې کولې خو نا امن افغانستان او تر اور لاندې سیمو کې افغان ماشوم، ځوان او پلار یې صرف د خپل سر خېر غوښت چې څرنګ ژوندی پاتی شم.

اوس ځیني ځوانان چې ځانونه اګاه، ملي او حق طرفه نیسي نو وایي چې له سولې وروسته افغانستان کې دې افغانانو ته د هر قوم نفوس پر ځای د وړتیا او تعلیم په اساس راتلونکي نظام کې ونډه ورکړل شي.

پدې اساس طبیعي ده چې د نظام او سیستم سر ته هغه راځي چې دا څلوېښت کاله په نسبي ډول مزو او چړچو کې وو.

دا نظریه ظاهرا خوږه خو په اصل کې په سولیزه بڼه د تېر څلوېښت کلن استبداد، جنایت او وحشت تداوم دی. اول به یوڅوک په جګړه کې قرباني ورکوي بیا یې داسې په سولې کې ګردن وهل کېږي.

زه فکر کوم غوره لاره دا ده چې راتلونکي افغانستان کې باید هر افغان او قوم ته د دوی د نفوس مطابق سهم بېل شي. له هغې وروسته هر قوم ته د دوی په خپل ټاکلي سهم کې تر ټولو مستحق، باتجربه او وړ خلک د نظام او سیستم سر ته راشي څو باقي افغانان د خپلې علمي پوهې په اساس له خاورو اوچت کړي.

پدې ډول به د هر چا د سهم خوندیتوب باوجود د پوه ناپوه تفکیک او عدالت تامین هم شوی وي.

د دې ټول میکانیزم په څنګ کې باید جګړه ځپلو سیمو ته په فوق العاده ډول لویه بودجه په نظر کې ونیول شي څو متوازن انکشاف ته زمینه سازي وشي.

د دې ترڅنګ جګړه ځپلو سیمو کې په پراخه کچه کاري فرصتونه رامنځته شي. هغوی چې څلوېښت او په تېره بیا نولس کاله یې ځان په نظام او حکومت کې محروم او محکوم احساسوه بېرته یې زړونه له لوی وطن افغانستان سره پېوند شي.

له سولې وروسته افغانستان کې مساوات نه عدالت غواړو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx